ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي يو ځل بيا د امنيتي تړون د لاسليک لپاره پر خپلو شرطونو ټينګار وکړ

author avatar
25 Jan 2014 - 16:57
author avatar
25 Jan 2014 - 16:57

کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٢): ولسمشرکرزي، يو ځل بيا له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره پر خپلو شرطونو ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې د يادو شرطونو د نه منلو پر مهال به د دغه تړون پايلې د ګندمک او ډيورنډ تړونونو په څېر وي.

د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند پر سر له تېر يوه کال راهيسې خبرې روانې دي او بالاخره مشورتي لويه جرګه، چې د روان کال په لړم مياشت کې په کابل کې تر سره شوه، د ځينو وړانديزونو تر څنګ له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه وکړه، چې دغه سند لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې که امريکا د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو د عملياتو بندولو او له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو په برخه کې ضمانت ورکړي، نو دى به هم دا تړون لاسليک کړي او که داسې ونه شي، نو سند به هم له ټاکنو وروسته راتلونکى حکومت لاسليکوي.

ولسمشر کرزي، چې په نننۍ خبري ناسته کې يې خبرې کولې، يو ځل بيا پر خپلو شرطونو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: ” غواړو په دې اړه ډاډمن و اوسو، چې له تړون وروسته به ملوک الطوايفۍ ته نه ګرځو.”

هغه زياته کړه، د ده تېره څو کلنه تجربه څرګندوي، چې بهرنيان په افغانستان کې د يوه کمزوري او د ملوک الطوايفۍ حکومت په هڅه کې دي.

د هغه په وينا، بهرنيانو د ١٣٨٨ زيږديز کال په ټاکنو کې هم د دې لپاره لاسوهنه کوله، تر څو په افغانستان کې يو ملوک الطوايفي حکومت رامنځته کړي.

خو ولسمشر وويل، چې دى به راتلونکو ټاکنو کې د لاسوهنو او اساسي قانون سره د لوبې کولو او تر پښو لاندې کولو لپاره هيچاته اجازه ورنکړي.

ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره د سولې خبرو پيل تر ټولو مهم شرط وباله او ويې ويل: ” له امريکا متحده ايالاتونو او غربي ملګرو څخه يې تکراراً غواړم، چې د تړون د لاسليک لپاره په افغانستان کې بايد د سولې پروسه پيل کړي او ثابته کړي، چې د يوه متحد ملګري په توګه لکه څرنګه، چې له پاکستان سره دى، د سولې په راوستلو کې اقدام او هڅه وکړي.”

هغه وويل، د سولې خبرو پيل په دې مانادى، چې په افغانستان کې بايد هيڅ بهرنى د سولې د نه شتون او د جګړې له دوام څخه په ګټې، د افغانستان د کمزورتيا لپاره هڅه ونکړي.

ولسمشر وويل، په دې اړه هيڅ ثبوت نه شته، چې امريکا دې ګواکې په دې برخه کې کومه هڅه کړې وي.

 د هېواد ولسمشر زياته کړه، د ده تجربه څرګندوي ، چې په افغانستان کې سوله له امريکا او پاکستان سره نېغ په نېغه اړيکه لري.

 نوموړي په هېواد کې د امنيت راوستو په برخه کې د يادو دواړو هېوادونو د مخلصانه اقداماتو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې دغه دواړه هېوادونه په ياده برخه کې له کړنو څخه افغانستان خبر کړي.

 د هغه په وينا، د تېرې اونۍ پېښو ثابته کړه، چې افغانستان به د بهرنيانو او د هغوى د اډو په شتون کې لس کاله نور هم يوه ورځ د امريکا او ناټو تر بمبار لاندې وي او بله ورځ به هم د طالب په نوم د هېواد وګړي د طالب په نوم وژل کېږي.

 د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په عملياتو کې، چې د روان کال د مرغومي په ٢٥ مه  تر سره شول، ملکي وګړو ته پکې ډېره مرګ ژوبله واوښته. په دې اړه په دنده ګومارل شوي پلاوي ويلي، چې په دغو عملياتو کې ١٤ ملکي وګړي او پنځه طالبان وژل شوي دي.

 دغه راز د مرغومي مياشتې په ٢٨ مه ، کابل کې پر لبناني هوټل د بريد په ترڅ کې ٢١ ملکي وګړي ووژل شول.

 

ولسمشر کرزي وويل: ” موږ له امريکا سره ښې اړيکې غواړو، خو دغه اړيکې د افغانانو او د امريکا د وګړو د وينو په تويېدو نه شي تضمين کېدى.”

 دغه راز نوموړي زياته کړه: ” امريکا او ناټو دې له موږ څخه داسې توقع نه لري، چې افغانستان به د همېشه لپاره د نيمې جګړيز حالت او نا امنۍ کې ژوند وکړي، موږ هم حق لرو، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په سوله کې ژوند او پرمختګ وکړو.”

 هغه وويل، چې د امنيتي سند په بدل کې د افغانستان د وګړو د عزت او امنيت غوښتونکى دى، له دې پرته به داسې ښه وي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، تر څو افغانان له دې نامعلوم حالت څخه په امان کې شي.

 ولسمشر کرزي وويل، له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانانو د روحيې د کمزوري کولو لپاره تبليغات کېږي، چې د پردې تر شا يې ناټو او د لوېديځ سفارتونه لاس لري.

 د هغه په وينا، حتى ځينې کورني تلويزيونونه هم دغه ډول تبليغات پر مخ وړي.

 هغه زياته کړه، چې امريکا د طالبانو او پاکستان په وسيله افغانستان ګواښي، خو د ډيورنډ تړون د لاسليک پر مهال هم عبدالرحمن خان ته ويل کېدل، چې د ډيورنډ خط د نه لاسليک کېدو پر مهال، افغانستان د روس له لوري له خطر سره مخ دى.

 هغه وويل، اوسمهال هم د امير عبدالرحمن د دوران په څېر ويل کېږي، چې د امنيتي تړون د لاسليک په صورت کې به له افغانستان سره مالي مرستې ډېرې شي.

 خو نوموړي زياته کړه: ” د هغه او د دې وخت يواځينى توپير دا دى، چې هغه مهال يواځې عبدالرحمن خان تر فشار لاندې و، خو اوسمهال ولسمشر او ټول ملت د رواني جګړې پر لارې اچولو سره تر فشار لاندې دي.

 هغه يو ځل بيا له کورنيو رسنيو وغوښتل، چې د افغانانو ګټې په پام کې ونيسي او بايد د پرديو په ګټه تبليغات تر سره نه کړي.

 ولسمشر افغانانو ته ډاډ ورکړ ، چې افغانستان اوس د قوت څښتن دى، امنيتي ځواکونه او زرګونه تحصيل کړي لري او د پرمختګ پر لوري روان دى.

 

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.