خوست (پژواک٦ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې په خوست ښار کې چاودنې دوه پوليس وژلي او دوه نور ټپيان دي.
دغه پېښه نن غرمه مهال يوولس بجې د خوست ښار په ختيځ کې د هندوانو کلا تر څنګ رامنځته شوې ده.
د خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت دا مني، چې پر پوليسو چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې اړولې، خو د نورو جزئياتو له ورکړې ډډه کوي.
خو د پېښې عيني شاهدان وايي، چې يو شمېر موټر سپرو وسله والو پر پوليسو ډزې وکړې.
محمد سيم، چې د هندوانو کلا تر څنګ د سبزۍ په منډيي کې غرفه لري، پژواک اژانس ته وويل، پوليسو تلاشي کوله چې له سراچه موټر څخه ډزې پرې وشوې او بريد کوونکي په خپل موټر کې وتښتېدل.
د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکټر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، نن غرمه مهال له يادې پېښې وروسته روغتون ته پنځه پوليس ور وړل شوي، چې دوه يې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه وويل، چې ټپيان تر درملنې لاندې دي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې تر اوسه څه نشي ويلى.
تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن