لښکرګاه (پژواك ٦ سلواغه ۹۲): د هلمند والي هغه اوازې په كلكه رد كړې ،چې ګواكې دغه ولايت او يا ځينې شمالي سيمې به يې د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېږي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم دغه څرګندونې د دغه ولايت له امنيه قوماندان مل پاسول محمد حکيم انګار سره نن (د سلواغې ٦مه) په ګډه خبري ناسته کې وکړې.
د هلمند والي خبريالان ته وويل، د تېرو كلونو په پرتله په دغه ولايت كې امنيت ټينګ شوى، افغان ځواكونه پياوړي شوي، د ولسواليو لارې خلاصې شوې دي.
د والي په خبره، وسله والو طالبانو د هلمند د ځينو شمالي سيمو د نيولو هڅې وكړې، په سنګين او ګرشك ولسواليو کې يې بريدونه وکړل، خو ټولې هڅې يې ناکامې شوې.
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت كې د حكومتوالۍ په برخه كې هم ښكاره بدلون رامنځته شوى او بيارغونه په چټكۍ سره پر مخ روانه ده.
د هلمند والي زياته کړه، دغه اوازې په کابل کې د يو شمېر کړيو له لوري خپرې شوې دي، خو ده د چا نوم وانه خيست.
دغه راز د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وويل، دوى اوسمهال د امنيت د ساتنې لپاره پوره چمتوالى لري او تر څنګ يې د ۱۴۲ ټاکنيزو مرکزونو د خونديتوب لپاره بشپړه تيارى نيولى دى.
انګار زياتوى، ١٥ ټاکنيز مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې دي، چې دوى به يې د خونديتوب لپاره پوځي عمليات ترسره کړي.
د ده په خبره، تر دې مهاله يې د وسله والو طالبانو تر واك لاندې دښتي سيمو كې هم ۲۲ زره جريبه د كوكنارو کرونده له منځه وړې ده.
د انګار په خبره، پخوا به په ژمي كې وسله والو طالبانو جګړه پرېښوده خو سږ كال يې په ژمي كې خپلو فعاليتونو ته دوام وركړى چې د افغان ځواکونو له سخت ګوزار سره مخ شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن