ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بکواه کې نه ښوونځى شته او نه کلينيک

په بکواه کې نه ښوونځى شته او نه کلينيک

author avatar
26 Jan 2014 - 15:34
په بکواه کې نه ښوونځى شته او نه کلينيک
author avatar
26 Jan 2014 - 15:34

فراه (پژواک ٦ سلواغه ۹۲): د فراه ولايت د بکواه ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي هلته د کلينيک او ښوونځيو د نه شتون له امله نورو سيمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

بکواه، چې ۱۱۶ کلي لري، د فراه ولايت په سوېل ختيځ کې د ولايت له مرکز څخه ٩٥ کيلومتره لرې پرته او د دغه ولايت تر ټولو نا امنه ولسوالي ده.

د بکواه ولسوال محمداسماعيل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوه کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې د “سيدسنو” په نوم يو ښوونځى فعال شو، خو له يو کال فعاليت وروسته وسله والو طالبانو په کې د ماين چاودنه وکړه.

دى وايي، تر يادې چاودنې وروسته چې د ښوونځي په يوه خونه کې د شپې له خوا وشوه، مرګ ژوبله يې نه لرله، خو له امله يې د ښوونځي فعاليت په ټپه ودرېد.

هغه وويل، چې له دريو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د فراه د پوهنې رياست يو شمېر ښوونکي په دې ولسوالۍ کې د اجير په توګه پر دندو ګومارلي او په بېلابېلو جوماتونو کې هلکانو ته تر درېيم ټولګي د ځينو مضامينو زده کړې ورکوي.

ده د يادو زده کوونکو او ښوونکو شمېر په ګوته نه کړ خو ويې ويل، چې د يادو ټولګيو شمېر ١٨ ته رسيږي.

محمد اسماعيل وايي، چې په بکواه کې د پوهنې مديريت فعاليت نه لري او مدير يې د ناامنيو له امله په فراه ښار کې اوسېږي.

دغه راز ده وويل، چې له پنځو کلونو راهيسې په بکواه کې کلينيک هم نشته او له دې امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ده په وينا، په بکواه کې يو کلينيک و، چې د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوى دى.

محمد اسماعيل وايي: “په بکواه کې نه يواځې چې کلينيک نشته، بلکې ډاکټر او هېڅ صحي امکانات هم نشته او حتى ځيني وخت زموږ پوليس کله چې ناروغ شي د صحي امکاناتو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ کېږي.”

د بکواه ولسوال وويل، ناامني او د مسوولو ادارو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځى او کلينيک نه وي.

هغه په دې اړه چې ولې د بکواه د امنيتي ستونزو مخه نه نيول کېږي؟ وايي چې دغه ولسوالي په تشکيل کې ٢٠٧ پوليس لري، خو اوس ٦٠ پوليس ورکړل شوي دي.

دى زياتوي، چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره ۲۵۰ ملي پوليسو او ۲۵۰ نورو سيمه ييزو پوليسو ته اړتيا ده.

خو د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمدرزاق يعقوبي وايي، چې له تشکيل سره سم ٢٠٧ تنه پوليس په بکواه کې شتون لري، چې يو شمېر يې د ولسوالۍ په مرکز او نور يې په نورو سيمو کې امنيتي پوستې لري.

په بکوا کې د ښوونځي او کلينيک د نه شتون له امله د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي نورو سيمو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

د بکواه د “ګزي کلان” کلي اصلي اوسېدونکى ۳۷ کلن عبدالله چې اوس په فراه ښار کې هټۍ لري وايي، چې د دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د ښوونځي او کلينيک د نه شتون او د امنيت د خرابوالي له امله د فراه مرکز او نيمروز ، هرات او نورو ولايتونو ته کډه شوي دي.

دى وايي، چې په بکواه کې د کلينيک د نه شتون له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

عبدالله زياتوي: “دوه کاله مخکې زموږ د خپلوانو يو کس مسموم شوى و، خو له دې امله چې بکواه کې صحي مرکز نه و او څو مو چې تر ښار پورې رساوه ، په لاره کې يې ساه ورکړه.”

 دى وايي، چې درې کاله مخکې يې وراره وسوځېد او د فراه ښار ته د درملنې په موخه د لېږد پر مهال هغه هم پر لاره ساه ورکړه.

 دغه راز د بکواه ولسوالۍ د خواجه حسن کلي اوسېدونکي ۲۸ کلن شکرالله وايي، چې څلور کاله مخکې يې له دې امله له خپلې سيمې فراه ښار ته کډه وکړه، چې پنځه لوڼې او زامن يې له زده کړو پاتې نه شي.

هغه زياتوي: “ځکه مو کډه وکړه چې په بکواه کې ښوونځى نشته او ما نه غوښتل چې ماشومانو مې زما په څېر بېسواده پاتې شي.”

دى هم وايي، چې د ښوونځيو او کلينيک د نه شتون او د سختو نا امنيو له امله د دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د فراه مرکز او يا ګاونډويو ولايتونو ته کډه کولو ته اړې شوې دي.

د شکرالله په وينا، که په بکواه کې امنيت ټينګ او ښوونځي او کلينيکونه فعال شي، نو ډېرې کورنۍ لېواله دي چې بېرته خپلې سيمې ته ولاړې شي.

د بکواه ولسوالي د شېرين تګاب کلي اوسېدونکى ۱۸ کلن محمدامين وايي، چې تر څلورم ټولګي يې د بکواه د شورخانې په ښوونځي کې زده کړې وکړې، خو وروسته يې ښوونځى د نا امنيو له امله وتړل شو او دى هم د فراه ښار ته د زده کړو په موخه راغى.

محمدامين چې اوس د فراه په ښار کې د احمدشاه بابا په لېسه کې د يوولسم ټولګي زده کوونکى دي، وايي: “کور مو په بکواه کې دى، دلته اتاق لرم، اقتصادي وضعيت مو خراب دى او په دې قسم لوست راته ډېر ګران تمامېږي، خو ځکه لوست کوم چې بېسواده پاتې نه شم.”

هغه وايې، چې د ښوونځي د نه شتون له امله د ده په څېر سلګونه ځوانان او تنکي ځوانان په فراه ښار کې زده کړې کوي او کورنۍ يې په بکواه کې دي.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد هم تاييدوي چې په بکواه کې ښوونځى او کلينيک نشته.

دى وايي، چې د دې ولسوالۍ خلک له پوهنې او پرمختګ سره مينه لري او څو ځلې يې له ولايتي شورا غوښتي چې په بکواه کې د کلينيک او ښوونځيو د فعالولو لپاره هڅې وکړي.

 خو ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې “ځيني مخرب او اجنبي لاسونه ” نه غواړي چې په دې ولسوالۍ کې پرمختګ وشي.

حميد وايي، چې ولايتي چارواکي بايد د ولايتي شورا او قومي مشرانو په مرسته په بکواه کې د کلينيک او ښوونځيو د فعالولو لپاره هڅې وکړي.

ولايتي چارواکي په بکواه کې د ښوونځي او کلينيک نه شتون مني خو لامل يې نا امني بولي.

د فراه ولايت د پوهنې مشر محمدصابر فاروقي وويل، دغه رياست نه دى بريالى شوى، چې د امنيتي ستونزو له امله په بکواه کې رسمي ښوونځي پرانيزي.

خو د ده په وينا، د دې لپاره چې په بکواه کې ماشومان له زده کړو پاتې نه شي، هلته ۲۷ ښوونکي د اجير په ډول مقرر شوي، تر څو په ۱۸ بېلابېلو ځايونو کې ۸۹۳ هلکانو ته په جوماتونو کې تر پنځم ټولګي زده کړې ورکړي.

هغه وايي: “د نجونو لپاره هېڅ ډول ښوونځى او ځاى د لوست لپاره نه شته.”

د فاروقي په وينا، په بکواه کې لويه ستونزه نا امني ده او کله چې امنيت ټينګ شي، هم ښوونځي جوړېداى شي او هم په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي پر دندو ګومارل کېداى شي.

هغه وايي، چې شاوخوا يو کال مخکې د دغه ولايت د پوهنې د رييس په توګه مقرر شوى او په دې موده کې يې څو ځلې د بکواه له قومي مشرانو غوښتي چې د ښوونځيو په بيا فعالېدو کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.

خو دى وايي، قومي مشرانو ورته ويلي، چې په بکواه کې امنيتي ستونزې دي او دوى د ښوونځيو د ساتلو ژمنه نه شي کولاى.

د پوهنې د رييس په وينا، سږ کال د کانکور د ازموينې ٥٠ ګډونوال د بکواه هغه اوسېدونکي وو، چې له خپلو کورونو لرې يې په فراه ښار کې زده کړې کړې وې.

دى وايي، دغه کار د دې ښکارندوى دى چې د بکواه خلک له پوهنې سره مينه لري.

د پوهنې وزارت د معلومات له مخې، په تېرو څو کلونو کې د هېواد په کچه سلګونه تړل شوي ښوونځي بيا پرانيستل شوي، خو تر اوسه هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نا امنيو له امله شاوخوا ٤٠٠ ښوونځي تړلي دي.

د فراه ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبدالجبار شايق وايي، چې تر ۱۳۸۹ کال پورې د بکواه ولسوالۍ د “تپه تخت” په کلي کې يو کلينيک فعال و، خو د امنيتي ګواښونو له امله يې ډاکټرانو دندې پرېښودې او کلينيک هم له فعاليت څخه پاتې شو.

ډاکټر شايق وايي، چې د دغه کلينيک تر تړل کېدو وروسته دوى د نا امنيو له امله نه دي بريالي شوي، چې په بکواه کې کلينيک فعال کړي.

خو شايق وايي، چې د بشري مرستو د همغږي کولو موسسې (CHA) په مرسته په بکواه کې شپږ د واکسينو د تطبيق مرکزونه فعاليت لري.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.