هرات (پژواک ٦ سلواغه ٩٢): د هرات په ښار کې زرګونو کسانو د لاريون په ترڅ کې د اوبو او انرژۍ پر پخواني وزير اسماعيل خان د جمعې ورځې د ځانمرګي بريد غنده وکړه.
دغه کسانو چې شمېر يې شاوخوا ٤٠٠٠ تنو ته رسېده د اسماعيل خان عکسونه له ځان سره لېږدول او د ښار له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه د ګلانو څلورلاره يې دوه ساعته بنده کړې وه.
لاريون کوونکو ته په ولسي جرګه کې د هرات وکيل قاضي نذيراحمد حنيفي وويل، امريکا او برېتانيا دې افغانستان ته سوله او امنيت راولي که نه د پخواني شوروي اتحاد په برخليک به اخته شي.
نوموړي له شرعي پلوه ځانمرګي بريدونه ناوړه کار وباله او پر جهادي مشرانو او ملي څېرو يې د دغه ډول بريدونو غندنه وکړه، له امنيتي چارواکو يې وغوښتل، چې د دغه ډول بريدونو په مخنيوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
دغه راز د هرات د ولايتي شورا رييس سيد عبدالوحيد قتالي لاريون ته د وينا پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.
قتالي زياته کړه، له طالبانو په وار وار د سولې غوښتنه شوې، د وسلې اېښودلو غوښتنه شوې، که د دولت غوښتنې ونه مني، نو راتلونکى به يې خرابه وي.
د لاريون يو ګډونوال سيد عبدالله وايي، دوى د نا امنۍ او ځانمرګو بريدونو د غندلو لپاره راوتلي دي.
ده زياته کړه، افغانان نور له جګړې او نا امنۍ ستړي شوي، په خپله سيمه او هېواد کې سوله غواړي.
دوه ورځې مخکې د اوبو او برېښنا پر پخواني وزير او د ولسمشرۍ د کانديد استاد سياف لومړي مرستيال اسماعيل خان باندې هغه مهال ځانمرګى بريد وشو، کله چې د جمعې لمانځه لپاره د هرات د پنځمې ناحيې اړوند د باغيچه مهتر په نامه جومات ته ورغلى و .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن