ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اته وسله وال ووژل شول

اته وسله وال ووژل شول

author avatar
27 Jan 2014 - 19:29
اته وسله وال ووژل شول
author avatar
27 Jan 2014 - 19:29

 جلال اباد( پژواک٧سلواغه٩٢): په ننګرهار کې په بېلابېلو نښتو او عملياتو کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.

 د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لس بجې د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو کلي په ګلدره سيمه کې وسله والو يوې امنيتي پوستې ته نږدې ماين ځاى پر ځاى کاوه، چې خپل ماين پرې چاودنه کړې ده.

 ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور وسله وال ټپيان دي.

 مشرقيوال دغه راز زياتوي، چې تېره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو يو سرګروپ چې په اخندزاده مشهور و، په يوه نښته کې وژل شوى دى.

 هغه زياته کړه: ((وژل شوى سرګروپ د کوزو مياګانو د کلي اوسېدونکى و.))

 د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، تېره شپه د لعلپورې ولسوالۍ اړوند خويزو سيمه کې هم ګډو امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال مخالفين له يوې اندازه وسلې سره نيولي، چې اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

 مشرقيوال وويل: ((وړمه ورځ د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.))

 دى وايي، ياد عمليات يې د خوګياڼو ولسوالۍ د زاوې په سيمه کې ترسره کړي، چې له وسله والو مخالفينو يې دوه راکټ انداز، دوه کلاشينکوف او يو شمېر نور مهمات هم نيولي دي.

 د هغه په وينا، په عملياتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 وسله والو مخالفينو په دې اړه لاتراوسه څه نه دي ويلي.

 ياده دې وي، چې امنيتي ځواکونو نن د غني خېلو په ولسوالۍ کې شاوخوا ١٧ کيلو هيرويين چې په تور يې دوه کسه او د روداتو په ولسوالۍ کې يو شمېر وسلې او مهمات چې په تور يې يو کس نيولي، ترلاسه کړي دي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.