کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د ساتنې لپاره يوه توقيف خونه، چې د امريکا په مرسته د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې جوړه شوې، نن افغان چارواکو ته وسپارل شوه.
دغه توقيف خونه، د نشه يي توکو او د قانون د تنفيذ نړيوالو چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم ار براون فيلډ له لوري د زندانونو او توقيف خونو رياست عمومي رييس ته وسپارل شوه.
دغه توقيف خونه د ٣سوه زندانيانو لپاره ځاى لري، چې د نشه يي توکو او د قانون د پلي کولو د نړيوالو چارو (INL) بيورو له لوري جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دغې توقيف خونې ودانۍ ٥٣ کوټې، کلينيک، درملتون، د درملو خونې او د نورو اسانتياوو درلودونکې ده او د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کې جوړه شوې، خو چارواکو د يادې ودانۍ د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل.
د نشه يي توکو او د قانون تنفيذ په نړيوالو چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، افغان چارواکو ته د توقيف خونې د کيلي د سپارلو پر مهال وويل: “دا کيلي نه يواځې د نوې ودانۍ د پرېښودلو کيلي ده، بلکې افغانانو ته په خپل لاس د راتلونکي د جوړېدو کيلي هم ده.”
د هغه په وينا، په دغه مرکز کې به هغه زندانيان، چې هر کال په قاچاق وړلو کې ښکېل وي، محکمه شي.
دغه امريکا چارواکي زياته کړه، چې د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خپلو هڅو سره د افغانستان راتلونکى پر ښه لوري بېولى شي.
له دې وړاندې هم د پنځوسو کسانو د ځاى لرلو لپاره يوه توقيف خونه په عدلي او قضايي مرکز کې موجوده وه.
خو د کورنيو چارو وزارت د زندانونو او توقيف خونو د عمومي رياست رييس لوى پاسوال عبدالعليم کوهستاني د امريکا د دغو مرستو د هرکلي تر څنګ وويل، چې دوى پخوا د نشه يي توکو د تورنو کسانو په ساتلو کې له ستونزو سره مخ وو، خو د دې توقيف خونې په جوړېدو سره تر يوه بريده د دوى ستونزې هوارېدلى شي.
هغه زياته کړه: “موږ له زندانيانو سره د قانون له مخې چلند کوو او په دې اړه بايد د زندانيانو کورنۍ اندېښنه ونه لري.”
د زندانونو او توقيف خونو رياست عمومي رييس وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې له ٢٩زرو څخه ډير بنديان په زندانونو کې د بند شپې ورځې سبا کوي، چې له دې ډلې شاوخوا ٨ کسان يې د نشه يي توکو پر لېږد تورن شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن