هرات (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې په هرات کې د پوليسو يوه سرتېري خپل شپږ پوليس ملګري وژلي، يو يې ټپي کړى او په خپله تښتېدلى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالروف احمدي د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه له غرمې مخکې د ياد ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
نوموړى زياتوي، د سرحدي پوليسو يوه سرتېري پر خپلو ملګرو بريد کړى، خو د بريد انګېزه يې تر اوسه نه ده معلومه شوې.
په لوېديځ کې د څلورم سرحدي زون قوماندان جنرال محمد جمعه عديل هم پېښه تاييدوي او زياتوي، چې د پېښې د څېړنې په موخه يې سيمې ته پلاوى لېږلې، خو هغه د نورو جزئياتو له ورکړې ډډه وکړه.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي، چې د جلال اباد ښار په ختيځ کې عيدګاه جومات څېرمه چاودنه شوې، خو کوم زيان يې نه دى اړولى.
په سيمه کې عيني شاهد محمدسليم وايي، چې چاودنې يو تن ټپي کړى خو نور زيان يې نه دى اړولى.
تېره ورځ هم د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ماين چاودنې ١٠ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن