ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله وال هڅه کوي د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي”

“وسله وال هڅه کوي د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي”

author avatar
27 Jan 2014 - 13:41
“وسله وال هڅه کوي د ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي”
author avatar
27 Jan 2014 - 13:41

کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): په ختيځ زون کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي، وسله وال مخالفين هڅه کوي، چې په ورانکاره بريدونو سره د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځته او د رايې ورکونې ځينې مرکزونه ګډوډ کړي.

په ختيځ زون کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لوجستيکي ملاتړ قوماندان ډګروال ګل رحمان روشنګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد د نورو سيمو په څېر په ختيځ زون کې هم ځينې تخريبي او ترهګريز بريدونه مشاهده کېږي، چې تر ډېره  به  ځانمرګي او د سړک د غاړې ماينونه وي.

خو هغه ټينګار وکړ، چې د وسله والو مخالفينو دا هڅې به کوم ځاى ونه نيسي او امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي اردو د هر ډول تخريبي فعاليت مخنيوي ته چمتو ده.

روشنګر زياته کړه، چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د خلکو د ګډون زمينه برابره کړې او په دې برخه کې کومه ځانګړې ننګونه نشته.

د ختيځ زون (ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) سربېره د کاپيسا، پنجشېر او پروان ولايتونه او د کابل سروبي ولسوالۍ په اپراتيفي زون کې شامل دي او د ٢٠١ سېلاب قول اردو مسووليت تشکيلوي.

ډګروال روشنګر وويل، چې ختيځ زون له پاکستان سره اوږده پوله لري، وسله وال مخالفين په دې هڅه کې دي، چې سرحدي سيمې نا امنه کړي او دا فعاليت يې يواځې د ټاکنو لپاره نه، بلکې غواړي چې له دې لارې د هېواد وضعيت نا امنه وښيي.

د ٢٠١ قول اردو د لوجستيکي ملاتړ قوماندان زياته کړه، ننګونې شته او وسله وال مخالفين غواړي، چې تخريبي بريدونه ترسره کړي، خو له افغان امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول له ملي اردو سره د مخامخ جګړې ګواښ نشته.

هغه وويل: ((په ټول توان او قدرت هڅه کوو، چې د ملي اردو قطعات او جزوتامونه اکمال شي او په دې وتوانېږي، چې خپلې امنيتي دندې په ښه ډول ترسره او د وسله والو مخالفينو د بريدونو مخنيوى وکړي.))

نوموړي زياته کړه، هغه وسايط او تجهيزات چې د دوى په واک کې دي، کولى شي چې د خپلو ټولو دندو ملاتړ پرې وکړي او تر اوسه يې په ځانګړي ډول د قطعاتو او جزوتامونو د ضرورت په برخه کې د اکمالاتو او خدماتو هېڅ ډول لوجستيکي ځنډ نه دى راغلى.

دا په داسې حال کې ده، چې ايساف د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د دوى پر وړتيا ټينګار کړى او وايي، چې د دغو ځواکونو وړتيا تر دې کچې ده، چې کولى شي د ټاکنو امنيت په خپلواک ډول خوندي کړي.

د ايساف د عمومي قوماندانۍ د اړيکو په برخه کې مرستيال ارکان حرب جنرال توډ بلف (Todd N. Balfe) وايي، د افغان حکومت د غوښتنې په صورت کې به ايساف د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې د ١٦ مې نېټې په ټاکنو کې لوجسيتک ملاتړ وکړي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.