کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزارت د ولسمشرۍ رياست هر کانديد ته درې زرې او درې هايلکس موټر ورکوي او د دې تر څنګ به د هر يوه د امنيت لپاره ٣٥ پوليس سرتېري وګومارل شي.
دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته څرګند کړ او ويې ويل، چې دغه تصميم په امنيت شورا کې نيول شوى دى.
نوموړي د ولسمشرۍ رياست له ټولو ١١ کانديدانو وغوښتل، څو ياد وسايط تسليم شي او خپل د خوښې کسان دې وزارت ته ور وپېژني، څو د هغوى د ساتونکو په توګه وګومارل شي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره کېږي او ټاکل شوې چې ټاکنيزې مبارزې د سلواغې په ١٣مه پيل او د راتلونکي کال د وري مياشتې تر ١٣مې نېټې دوام ولري.
د ولسمشرۍ رياست له ١١ کانديدانو پرته له دريو زرو زيات کسان په ٣٤ ولايتونو کې د ولايتي شورا لپاره کانديد شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې امنيتي ارګانونه د ټاکنو د هر پړاو د امنيت خوندي کولو لپاره اړين چمتووالى لري او په دې برخه کې ورسره هېڅ اندېښنه نه شته.
هغه وويل:((انشاء الله چې د ټاکنو ټول پړاوونه به د امن په فضا کې ترسره شي.))
نوموړي زياته کړه، چې د رايې ورکولو ٢٣٢ مرکزونه ، چې په ٦٨٤٥ مرکزونو د هېواد په کچه ور زيات شوي، د ټاکنو د امنيت نيولو په پروګرام کې شامل شوي او ډېر ژر به يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته راپور ورکړل شي.))
د مرغومي مياشتې په ٢٤ مه نېټه د امنيتي ارګانونو په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ٤١٤ ټاکنيزو مرکزونو امنيت نه شي نيولى دى.
صديقي له کانديدانو وغوښتل، چې د خپلو ټاکنيزو مبارزو د هر پروګرام په اړه د پروګرام له پيله ٤٨ ساعته وړاندې بايد امنيتي ارګانونه خبر کړي، څو اړين امنيتي تدابير ورته ونيول شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن