کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٢):په افغانستان کې د پانګونې د پراختيا په موخه ، په روان او راتلونکي کال کې د پانګوالو لپاره ځانګړې اسانتياوې په پام کې نيول شوي او حکومت د پانګوالو ١١غوښتنې منلې دي.
دوې ورځې وړاندې د پانګې اچونې لپاره د تشويقي تګلارې پر جوړېدو او پلي کېدو د بحث په موخه په کابل کې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ ګډه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د خصوصي سکتور له خوا د پانګې اچونې لپاره د تشويقي تګلارې په برخه کې ١٤ وړانديزونه وشول .
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل ، چې دغه وړاندېزونه به د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي.
د سوداګرۍ خونې عامل مشر محمد قربان حقجو نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې له يادو ١٤ غوښتنو څخه ١١ يې تېره ورځ د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوي او د عملي کولو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې دي .
هغه زياته کړه ، چې د پانګوالو د وړانديزونو په اړه يې ويلي،چې د کانونو او پټروليم ، د پيسو د تطهير او د ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي په اړه به تقنيني فرمانونه صادر کړي.
د هغه په وينا، يو شمېر کسانو د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره نقدي مرستې کولې او يا هم سوداګرو د امنيتي ستونزو له امله وسله والو ته پيسې ورکولې .
هغه وايي ، چې د ترهګرو د تمويل د مخنيوي په برخه کې د تقنيني فرمان په صادرېدو سره به هغو کسانو ته سزا وټاکل شي ، چې په بېلابېلو نومونو وسله والو مخالفينو ته پيسې ورکوي .
دغه راز دى وايي، د وزيرانو شورا منلې ، چې متشبثو ښځو ته به د پانګونې په برخه کې تشويقي تګلاره جوړه شي او هغه توکي به له بهر څخه نه راوړل کيږي، چې په هېواد کې د ننه توليديږي او اړتيا پوره کولاى شي.
د حقجو په وينا، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې به هغه ځمکې بيرته صنعتکارانو ته وسپارل شي ، چې دا مهال ورڅخه په غير صنعتي کارونو کې کار اخيستل کيږي .
دى وايي ، چې د خصوصي سکتور د غوښتنو له مخې ، وزيرانو شورا پرېکړه کړې، چې له پانګونې د ملاتړ په موخه به د صنعتي پراختيا بانک جوړ شي ، د پانګونې د جواز د اعتبار موده دې له يوه کال څخه درېيو کلونو ته اوږده شي او د خصوصي سکتور په سلا دې د کورنيو او بهرنيو هوايي شرکتونو په الوتنو کې تعادل رامنځته شي .
حقجو وايي، چې دغه اسانتياوې د هغو کسانو لپاره دي، چې په روان او راتلونکو ميلادي کلونو کې په هېواد کې پانګونه کوي.
د حقجو په وينا ، د خصوصي سکتور په وړانديزونو کې دا هم راغلي و ، چې په دولتي ادارو په ځانګړي ډول په لويه څارنوالۍ کې د خصوصي سکتور ستونزې هوراې شي ، د پنجشبې او جمعې ورځو پرځاى دې د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه د جمعې او شبنې ورځې رخصتي شي او د کورنيو توليداتو د پراختيا په موخه دې د ګمرګي تعرفو کچه ټيټه شي .
خو هغه وايي، چې دغه غوښتنې تر اوسه نه دي منل شوي او د ډير بحث په موخه د وزيرانو اقتصادي شورا ته راجع شوې دي .
په ياده غونډه کې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل ، چې ولسمشر په ١٣٨٩ هجري لمريز کال کې د سوداګرو د ستونزو دحل په موخه يو فرمان صادر کړى، خو يوې دولتي ادارې هم عمل پرې نه دى کړى .
هغه زياته کړه : ((هر څومره پاليسي او قوانين چې جوړ شي او عملي ګامونه ورسره پورته نه شي ، زموږ او رييس جمهور په خبرو خلک دلته خپله سرمايه نه راوړي .))
ده وويل، چې په ٢٠١٣کال کې د ٢٠١٢ کال په پرتله د سوداګرۍ کچه ٤٦سلنه ټيټه شوې او د فساد کچه ٤٠ سلنه لوړه شوې ده .
هغه وايي ، چې د ګمرګونو ترڅنګ د لارو په اوږدو کې يوځل بيا په بېلابېلو نومونو له سوداګرو د پيسو غير قانوني اخيستل پيل شوي دي .
د سوداګرۍ خونې چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوولسو کلونو کې په هيواد کې د بېلابېلو توکيو د توليد ١٢٨٠ فابريکې فعالې شوي، خو ٣٨٠ يې بېرته تړل شوې دي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن