ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د پانګوالو ١١غوښتنې ومنلې

حکومت د پانګوالو ١١غوښتنې ومنلې

author avatar
28 Jan 2014 - 17:30
حکومت د پانګوالو ١١غوښتنې ومنلې
author avatar
28 Jan 2014 - 17:30

کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٢):په افغانستان کې د پانګونې د پراختيا په موخه ، په روان او راتلونکي کال کې د پانګوالو لپاره ځانګړې اسانتياوې په پام کې نيول شوي او حکومت د پانګوالو ١١غوښتنې منلې دي.

دوې ورځې وړاندې د پانګې اچونې لپاره د تشويقي تګلارې پر جوړېدو او پلي کېدو د بحث په موخه په کابل کې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ ګډه غونډه  جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د خصوصي سکتور له خوا د پانګې اچونې لپاره د تشويقي تګلارې په برخه کې ١٤ وړانديزونه وشول .

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل ، چې دغه وړاندېزونه به  د وزيرانو شورا ته  وړاندې کړي.

د سوداګرۍ خونې عامل مشر محمد قربان حقجو نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې له يادو ١٤ غوښتنو څخه ١١ يې تېره ورځ د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوي او د عملي کولو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې دي .

هغه زياته کړه ، چې د پانګوالو د وړانديزونو په اړه يې ويلي،چې د  کانونو او پټروليم ، د پيسو د تطهير او د ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي په اړه به تقنيني فرمانونه صادر کړي.

د هغه په وينا، يو شمېر کسانو د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره   نقدي مرستې کولې او يا هم سوداګرو د امنيتي ستونزو له امله وسله والو ته پيسې ورکولې .

هغه وايي ، چې د ترهګرو د تمويل د مخنيوي په برخه کې د تقنيني فرمان په صادرېدو سره به  هغو کسانو ته سزا وټاکل شي ، چې په بېلابېلو نومونو وسله والو مخالفينو ته پيسې ورکوي .

دغه راز دى وايي، د وزيرانو شورا منلې ، چې متشبثو ښځو ته به د پانګونې په برخه کې  تشويقي تګلاره جوړه شي  او هغه توکي به له بهر څخه نه راوړل کيږي، چې په هېواد کې د ننه توليديږي او اړتيا پوره کولاى شي.

د حقجو په وينا، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې به  هغه ځمکې بيرته صنعتکارانو ته وسپارل شي ، چې دا مهال ورڅخه په  غير صنعتي کارونو کې کار اخيستل کيږي .

دى وايي ، چې د خصوصي سکتور د غوښتنو له مخې ، وزيرانو شورا پرېکړه کړې، چې له پانګونې د ملاتړ په موخه به  د صنعتي پراختيا بانک جوړ شي  ، د پانګونې د  جواز  د اعتبار موده  دې له يوه کال څخه درېيو کلونو ته اوږده شي او د خصوصي سکتور په سلا دې د کورنيو او بهرنيو هوايي شرکتونو په الوتنو کې تعادل رامنځته شي .

حقجو وايي، چې دغه اسانتياوې د هغو کسانو لپاره دي، چې په روان او راتلونکو ميلادي کلونو کې په هېواد کې پانګونه کوي.

د حقجو په وينا ، د خصوصي سکتور په وړانديزونو کې دا هم راغلي و ، چې په دولتي ادارو  په ځانګړي ډول په لويه څارنوالۍ کې د خصوصي سکتور ستونزې هوراې شي ، د پنجشبې او جمعې ورځو پرځاى دې د  سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه  د جمعې او شبنې ورځې رخصتي شي  او د کورنيو  توليداتو د پراختيا په موخه دې د ګمرګي تعرفو کچه  ټيټه شي .

خو هغه وايي، چې دغه غوښتنې تر اوسه  نه دي منل شوي  او  د  ډير بحث په موخه  د وزيرانو اقتصادي شورا ته راجع شوې دي .

په ياده غونډه کې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل ، چې ولسمشر په ١٣٨٩ هجري لمريز کال کې د سوداګرو د ستونزو دحل په موخه يو فرمان صادر کړى، خو يوې دولتي ادارې هم عمل پرې نه دى کړى .

هغه زياته کړه : ((هر څومره پاليسي او قوانين چې جوړ شي او عملي ګامونه ورسره پورته نه شي ، زموږ او رييس جمهور په خبرو خلک دلته خپله سرمايه نه راوړي .))

ده وويل، چې  په ٢٠١٣کال کې د ٢٠١٢ کال په پرتله د سوداګرۍ کچه ٤٦سلنه ټيټه شوې او د فساد کچه ٤٠ سلنه لوړه شوې  ده .

هغه وايي ، چې د ګمرګونو ترڅنګ د لارو په اوږدو کې يوځل بيا په بېلابېلو نومونو له سوداګرو  د پيسو غير قانوني اخيستل پيل شوي دي . 

د سوداګرۍ خونې چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوولسو کلونو کې په هيواد کې د بېلابېلو توکيو د توليد ١٢٨٠ فابريکې فعالې شوي، خو  ٣٨٠  يې  بېرته تړل شوې دي .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.