ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب زندان ٧ بنديان ټپيان دي

د فارياب زندان ٧ بنديان ټپيان دي

author avatar
28 Jan 2014 - 11:08
د فارياب زندان ٧ بنديان ټپيان دي
author avatar
28 Jan 2014 - 11:08

ميمنه (پژواک ٨ سلواغه ٩٢): د فارياب ولايت چارواکي وايي، چې د ميمنې زندان بنديانو يو ځل بيا بغاوت کړى او د خپلمنځۍ نښتو له امله يې اووه تنه ټپيان شوي دي.

د فارياب د ولايت مقام وياند احمد جاوېد بيدار، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار په زندان کې جنايي بنديانو او هغو کسانو، چې له طالبانو سره د تړاو په تور بنديان دي، يو له بل سره د د لرګيو او نورو وسايلو په وسيله نښته وکړه.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې ٧ زندانيان ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د دوو تنو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوى دى.

خو د فارياب يوه دولتي چارواکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د اوپراتيفي راپورونو پربنسټ، په دې پېښه کې په ټوليز ډول ١٢ بنديان ټپيان شوي، چې د پنځو تنو وضعيت يې د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

سرچينې په دې اړه زيات معلومات ورنه کړل، خو د ملا عبدالله په نوم يوه زنداني، چې له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوى، ادعا وکړه، چې دا دوه جنايي زندانيان د زندان د ساتونکو پر ډزو وژل شوي دي.

د ده په خبره، د سهار د لمانځه پر مهال جنايي زندانيانو پر دوى بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې له دواړو خواوو په لسګونو بنديان ټپيان شول.

خو د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالعلي حليم وايي، چې اوه ټپيان د ميمنې روغتون ته ور وړل شوي، چې له دې ډلې څلور تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته زندان ته لېږدول شوي، خو د دريو نورو وضعيت چې ډېره وينه ترې تللې، ژور دى او عمليات ايجابوي.

امنيتي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي او زندان ته د ور دننه کېدو اجازه نه ورکوي، خو د پژواک خبريال د ميمنې زندان له مخې، چې د ولايت مقام په ٢٠٠ کيلومترۍ کې پروت دى، راپور ورکړ، چې د امنيتي ځواکونو موټر او امبولانسونه په ساحه کې ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ مازديګر د فارياب والي محمدالله بتاش ويلي وو، چې دى له يوه پلاوي سره زندان ته ورغلى او وروسته له هغه چې د بنديانو ستونزې يې وڅېړلې، نو هغوى هم خپل يوه ورځ وړاندې پيل کړى اعتصاب ختم کړ.

له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور بنديانو د زندان مدير او پرسونل له دوى سره په ناوړه چلند او وهلو ډبولو تورن کړل او د زندان د مدير د لرې کولو غوښتنه يې وکړه.

خو جنايي بنديانو بيا د زندان د مدير په پلوى اعتصاب وکړ او له وسله والو مخالفينو سره په تړاو تورنو زندانيانو ته يې د تروريست او ځانمرګو خطاب وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې له زندان څخه دې ولېږدول شي.

تېره ورځ هم په د دوى ترمنځ په پيل شوې نښته کې د ګيلاسونو او چاينکو په ګوازونو درې کسه ټپيان شول.

د ميمنې زندان څلور بلاکونه لري، چې په دريو بلاکونو کې يې ٧٠٠ جنايي زندانيان او په يوه بل بلاک کې يې په وسله والو مخالفينو پورې تړلي ١٠٠ کسه بنديان ساتل کېږي.

له بلې خوا طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته په يوه استول شوي برېښناليک کې ويلي، چې د ميمنې زندان د بنديانو وضعيت نازک دى او په لسګونو بنديان د زندان د ساتونکو له خوا ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، سياسي بنديان د زندان د ساتونکو له خوا وهل کېږي او سم خواړه هم نه ورکوي.

د طالبانو وياند وايي: ((موږ له هغو ارګانونو او ادارو، چې د همدردۍ او بشري خواخوږۍ غوښتنه کوي، غواړو چې د دغو بنديانو غږ واوري او په اړه يې جدي هڅې وکړي.))

 

 

 

 

 

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.