فراه (پژواک ٨ سلواغه ۹۲): امنيتي مسوولين وايي، چې تېره شپه په فراه کې د ځينو امنيتي پېښو له امله يو وسله وال طالب او يو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او يو طالب او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف رحماني پژواک خبری اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ٧ بجې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې د ملي اردو پر ګزمه بريد وکړ.
د هغه په وينا، د بريد له امله په رامنځته شوې نيم ساعته نښته کې يو د ملي اردو سرتېرى او يو وسله وال طالب وژل شوي او يو طالب ټپي دى.
دغه راز د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد کارګر وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۲بجې د فراه د پشتکوه په ولسوالۍ د ” ملا لالو ” په سيمه کې پر يوې امنيتي پوسته بريد وکړ.
دى وايي، چې په دې سيمه کې د دولتي ځواکونو او بريد کوونکو تر منځ درې ساعته نښته وشوه چې په ترڅ کې يې درې ملي پوليس ټپيان شول.
د ده په وينا، بريد کوونکي تښتېدلي او د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو دواړو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن