ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې خپلسرې کيندنې کېږي

د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې خپلسرې کيندنې کېږي

author avatar
30 Jan 2014 - 13:53
د سمنګان د ډبرو سکرو په کانونو کې خپلسرې کيندنې کېږي
author avatar
30 Jan 2014 - 13:53

مزارشريف )پژواک ١٠ سلواغه ۹۲(: د سمنګان ولايت دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د ډبرو سکرو په کانونو کې د سيمې د اوسېدونکو له خوا پر خپل سر کيندنې روانې دي.

د دغه ولايت د دره صوف پايين ولسوال همايون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ اړوند ګوله نومې سيمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د سيمې اوسېدونکي پر خپل سر کيندنې کوي.

همايون وويل: ((زه دا نه ردوم چې عام خلک له دغه کان څخه ګټه نه پورته کوي، په کورونو کې د کارونې په موخه د کان د شاوخوا سيمو د کليو خلک له کان څخه ګټه پورته کوي؛ خو د پلورلو مخه يې نيول شوې ده.))

سرچينه وايي، چې دوی د سيمې د مشرانو او سپين ږيرو په مرسته خلکو ته قناعت ورکړی، چې کان د دولت ملي شتمني ده او په خپل سر يې کيندل جرم دى، ځکه دې له کيندنو لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه، دغه کان ته غځېدلې لاره، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه٨٠ کيلومتره واټن لري، ډېره خرابه ده، ځکه د دولت له پامه غورځېدلې او د قانوني استخراج په اړه يې کوم پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

د هغه په وينا، د لارې په اوږدو کې غونډۍ او غرونه دي، چې يواځې د اسونو او خرو په وسيله تګ راتګ کېږي.

ولسوال وويل، چې د ياد کان د قانوني استخراج لپاره يې ډېر ځله له پورته دولتي چارواکو سره اړيکې نيولې دي؛ خو تر اوسه يې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي که څه هم د ياد کان د خپلسر استخراج پخلی وکړ؛ خو دا يې ونه منله، چې عام خلک يې د پلورلو لپاره په پټه استخراجوي او په نورو سيمو کې يې پلوري.

همداراز د همدې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالواحد پژواک ته وويل، چې د دې ولسوالۍ په ګوله سيمه کې د ډبرو سکرو کان د خلکو له خوا پر خپل سر استخراجېږي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کان په تېرو څو کلونو کې د خلکو له خوا کشف شوی او د کان شاوخوا اوسېدونکي ترې د ډبرو سکاره راباسي او پلوري يې.

عبدالواحد وويل: ((دا کومه پټه خبره نه ده، ټول دره صوف له دې مسئلې خبر دی، دولتي مسوولين هم خبر دي، چې خلک د ډبرو سکاره راباسي، په خرو يې له دې غرنۍ سيمې هوارې ته وړي او هلته يې خرڅوي.))

د دې تر څنګ د همدغه ولايت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې هم د شباشک او دهنه تور په نومونو د ډبرو سکرو کانونو ځينې برخې د عامو خلکو له خوا استخراجېږي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل، چې که څه هم له يوې خوا په يادو کانونو کې دولتي استخراج روان دی، خو د همدغو کانونو نورو خواوو ته عام خلک هم په خپلسر کيندنې کوي.

بل پلو د سمنګان ولايت د والي وياند صديق الله عزيزي پژواک ته وويل، چې دوی هڅه کوي څو د دغه ولايت له کانونو او زېرمو په سمه او قانوني توګه ګټه واخلي.

عزيزي زياته کړه، چې په سمنګان ولايت کې ډېری کانونه په داسې سيمو کې موقعيت لري، چې لارې يې خرابې دي.

سرچينه وايي، چې د يادو ډبرو سکرو د خونديتوب په موخه يې ډېر ځله له مرکزي حکومت څخه د پايين او بالا دره صوف ولسواليو د لويو لارو د قير کولو وړانديز کړی، خو تر دې دمه دغه چاره سرته نه ده رسېدلې.

خو د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي پژواک ته وويل، چې د کانونو د امنيت او خونديتوب مسئله په امنيتي ادارو پورې تړلې موضوع ده، چې په دې برخه کې له امنيتي ادارو مرسته او همکاري وغواړي.

سرچينه وايي، چې په سيمه کې د ولايت مقام يوه باصلاحيته اداره ده، کولاى شي په خپل ولايت کې له کانونو څارنه وکړي او د امنيت په اړه يې ګام پورته کړي.

صديقي زياته کړه، چې د کانونو او پټروليم وزير په ملي شورا کي د کانونو د خونديتوب او د قيمتي ډبرو د قاچاق د مخنيوي لپاره له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې يو قول اردو ځانګړى ځواک د کانونو وزارت په واک کې ورکړل شي، څو کانونه خوندي او ملي شتمنۍ له لوټ کېدو وژغورل شي.

د شباشک او دهنه تور د ډبرو سکرو کانونه د سمنګان ولايت لوېديځ لور ته په ۱۴۰ کيلومترۍ، په دره صوف بالا ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې په ۱۳۴۵لمريز کې د سيمې د خلکو له خوا کشف شوی وو او بيا په ١٣۴۶لمريز کال کې د افغانستان دولت له خوا د المان او د وخت شوري اتحاد په مرسته سروې ترسره شوه.

سمنګان ولايت که څه هم په پراخه کچه د ډبرو سکرو د کانونو په لرلو خورا مشهور دی، خو سربېره پر دې په کې د ګچ، مرمرو او د سمنټو د ډبرو کانونه هم ځای ځای موندل شوي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.