ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سرو زرو بيې لوړې شوي

کابل کې د سرو زرو بيې لوړې شوي

author avatar
30 Jan 2014 - 15:47
کابل کې د سرو زرو بيې لوړې شوي
author avatar
30 Jan 2014 - 15:47

کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): کابل ښار کې د تېرې اونۍ په پرتله د سرو زرو بيې لوړې شوې، خو خوراکي توکي له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې اونۍ په پرتله يو ګرام عربي سره زر له ٢٠٠٠ افغانيو ٢١٠٠ افغانيو او يو ګرام ايراني سره زر له ١٦٥٠ افغانيو ١٧٠٠ افغانيو ته پورته شوي دي.

د هغه په وينا، په کابل کې د سرو زرو د بيو لوړېدل په نړيوال بازار کې د هغو د بيو د لوړوالي له امله دي.

خو د خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرو اوو ورځو په شان د پنځوس کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٥٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکساني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ دي.

د هغه په وينا، نن د تېرې اونۍ په څېر د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ١٧٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د کارته سې سيمې يو پرچون پلور هټۍ وال خانعلي وايي، چې نن ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه ١٣٧٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه بوره ١٧٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ سېله وريجې ٢٠٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د کابل په سرسبزۍ څلورلارې کې د لرګيو يوه پلورونکي محمد سلطان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٥٠٠ افغانۍ، يو خروار پوست لرونکي بلوط لرګيو بيه ٦٠٠٠ افغانۍاو يو خروار د ارچي لرګيو بيه ٦٠٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په شان د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو لېتر ډېزل تېلو بيه ٦٢ افغانۍ او د يو لېتر پټرول تېلو بيه ٥٧ افغانۍ ده.

د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه وويل، چې نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،١٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٣٠ افغانۍ دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٠٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٣٠ افغانۍ و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.