ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پوليس او اته وسله وال ووژل شول

يو پوليس او اته وسله وال ووژل شول

author avatar
31 Jan 2014 - 09:08
يو پوليس او اته وسله وال ووژل شول
author avatar
31 Jan 2014 - 09:08

لښكرګاه (پژواك ۱۱سلواغه ۹۲): د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ كې د نښتې پرمهال اته د دولت وسله وال مخالفين او يو پوليس وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د سلواغي په ۱۱مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د مارجې په سيستاني سيمه كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

ده زياته کړه، جګړه تر تېرې شپې ناوخته روانه وه، چې په پاى كې د دولت مخالفين په سيمه كې کلابند شول، چې په ترڅ کې اته تنه ووژل شول او مړي يې د پوليسو لاس ته ورغلل.

د هغه په وينا، دغه راز په همدې جګړه كې  يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، اته موټرسايکلونه، درې كلاشينكوفونه او درې پيكا هم د پوليسو لاس ته ورغلې دي.

چوپان دغه راز وويل، د جګړې پر مهال شپږ وسله وال طالبان هم نيول شوي، چې د سيمې مشران هم په کې شامل دي.

 دى زياتوي، اوسمهال په سيمه کې امنيت دى او پوليسو ټولې هغه سيمې نيولي چې د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې وې.

خو د سيمې يوه اوسېدونكي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې په دې جګړه كې دوه  سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټيپان دي.

وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي

د يادلو ده چې په دې وروستيو كې په دې ولايت كې امنيتي پېښې زياتې شوې دي؛ له تېرو درېيو ورځو راهيسې په سنګين ولسوالۍ كې هم عمليات روان دي، د نوزاد او موسى كلا ولسواليو په لارو کې هم د جګړو او امنيتي پېښو راپورونه وركول كېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.