کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ د ټاکنيز کمپاين د پيل هرکلى وکړ او وايي، تمه لري چې ټول کانديدان به ولس ته خپلې کړنلارې د رسنيو له لارې بيان کړي.
له ارګ څخه د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې سبا (د سلواغې ١٣مه) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د کانديدانو انتخاباتي کمپاين پيل شي، چې تر دوو مېاشتو پورې به دوام ومومي.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر حامد کرزى په داسې حال کې چې د کانديدانو د انتخاباتي کمپاين له پيل څخه هرکلی کوي او ټاکنې په هېواد کې د ولسواکۍ د ټينګېدو او د سياسي ثبات په لاره کې يو مهم ګام بولي، هيله لري دغه ټاکنيزې مبارزې د هېواد ثبات او ملي يووالى لا پياوړی کړي.
سرچينه کاږي، ولسمشر تمه لري چې ټول کانديدان ولس ته خپل پروګرامونه او کړنلارې د رسنيو له لارې بيان کړي او رسنۍ هم بايد په مساوي ډول د هغوی کړنلارې خلکو ته و رسوي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن