ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست او ميدان وردګو کې دوه جوماتونه جوړ شول

خوست او ميدان وردګو کې دوه جوماتونه جوړ شول

author avatar
1 Feb 2014 - 15:47
خوست او ميدان وردګو کې دوه جوماتونه جوړ شول
author avatar
1 Feb 2014 - 15:47

کابل-خوست ښار (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): په خوست او ميدان وردګو ولايتونو کې د ٣٦ ميليونه افغانيو په لګښت دوه جوماتونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د خوست د ولايت مقام له خوا د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولايت کې د جوړ شوي جومات د پرانيستې په مراسمو کې والي عبدالجبار نعيمي، په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي لياقت الله بابکرخېل، د ملکي او نظامي ارګانونو مسوولينو، سلګونو ديني عالمانو ، مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې، دغه لوى جومات د خوست ښار لوېديځ لوري ته په ازادۍ مېنه کې د متحده عربي اماراتو  د سفارت په چوکاټ کې د اماراتو د يوه اوسېدونکي په مالي مرسته جوړ شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه جومات کې پر يو وخت زر لمونځ کوونکي ځايېدلى شي  او پر جوړېدو يې ٢٦ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

والي وويل،  چې ازادۍ مېنه عصري سيمه ده، ټول اړوند تاسيسات لري خو  پراه جومات يې نه درلودل.

د نعيمي په خبره، په همدې موخه يې درې نيم جريبه ځمکه تعيين او د متحده عربي اماراتو له سفارت سره يې اړيکه ونيوله، څو  يو داسې جومات  جوړ کړي، چې ټولې اسانتياوې ولري.

هغه زياته کړه، چې دغه جومات د ملا امام لپاره د اوسېدو ځانګړى کور، د قران کريم د حفظ لپاره دارالحفظ، کاناليزاسيون او د  اودس کولو مکمل عصري سيستم، لمريزه برېښنا،د اوبو ژورڅاه، ذخېره،څلوردېوالي او د جومات مخې ته شپږ دوکانونه لري.

د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې هم د لس ميليونه افغانيو په مالي لګښت يو جومات تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک ته وويل، چې  دا جومات د يادې ولسوالۍ په تکاني حوزه سيمه کې په يوه جريب ځمکه کې جوړ شوی او مالي لګښت يې د يادې حوزې د سوداګرو له لوري ورکړل شوی دى.

د هغه په وينا، ياد جومات،چې تدريسي خونې، تشنابونه او نورو ضروري ملحقات په کې جوړ شوي او د جوړولو چارې يې د يوه کال په موده کې ترسره شوې،د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د جلرېز ولسوال نقيب الله سربېره ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو، زده کوونکو او نورو ګډون کړی وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.