ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٩ کلنو لوبډلې د پاکستان بلې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ١٩ کلنو لوبډلې د پاکستان بلې لوبډلې ته ماتې ورکړه

author avatar
1 Feb 2014 - 13:46
د ١٩ کلنو لوبډلې د پاکستان بلې لوبډلې ته ماتې ورکړه
author avatar
1 Feb 2014 - 13:46

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې چې نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه دا مهال په پاکستان کې ده، بله بريا خپله کړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډله پرون د تمريناتو په لړۍ کې د پنجاب په لاهور ښار کې د ملي اکاډمۍ له لوبډلې سره يوه ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبدلې په ټاکل شوو ٤٥ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٨ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې له لوري عثمان غني ٩١، مجبتى ٥٠ او شرف الدين اشرف په ٢٠ توپونو ٤٤ تېزې منډې جوړې کړې.

هوتک وويل، چې د پاکستان د ملي اکاډمۍ لوبډله د افغانستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٢٨  اورونو کې يواځې په ٨١ منډو وسوځېده او دغه راز د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله دا لوبه د ١٩٧ منډو په توپير سره وګټله.

د ١٩ کلنو لوبـډلې له لوري شرف  الدين اشرف څلور، سيد شېرزاد ٣، فريد ملک يو او مجتبى هم يو لوبغاړي وسوځول.

اشرف د دې لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.

د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې له دې مخکې د پاکستان د کي ار اېل لوبـډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.