ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د والي ضد لاريون د راډيو ټلويزويو پر دفتر بريد کړى

author avatar
3 Feb 2014 - 16:53
author avatar
3 Feb 2014 - 16:53

ترينکوټ (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): په اروزګان کې د والي پر ضد لاريون کوونکو د دغه ولايت د راډيو تلويزيون پر دفتر بريد کړى دى.

له تېرو دريو ورځو راهيسې لسګونو کسانو د والي، ولايتي شورا د رييس او د ولسي جرګې د يوه وکيل پر ضد لاريونونه پيل کړي او په ترينکوټ ښار کې يې خېمې هم وهلې دي.

هغوى، والي امير محمد اخوندزاده او د ولايتي شورا پر ضد شعارونه ورکوي او پر فساد او رشوت يې تورنوي.

لاريون کوونکو نن (د سلواغې ١٤مه) د لاريون پر مهال د راديو تلويزيون پر دفتر بريد وکړ او لوحه يې ورته ماته کړه.

د لاريون يوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ځکه د راديو تلويزيون پر دفتر بريد کړى، چې د دوى د لاريون خبر يې نه و خپور کړى.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که چېرې يې د لاريون خبر خپور نه کړ، نو بيا به پرې بريد وکړي او دفتر به ورته وسوځوي.

د اروزګان د ملی راډيو تلويزون امر نعمت الله فرياد پژواک اژانس ته وويل، دا دويمه ورځ ده چې ګڼ شمېر لاريون کوونکي هڅه کوي، چې پر ودانۍ بريد وکړي.

هغه زياتوي، چې پرون هم ورغلي وو او غوښتنه يې کوله، چې د لاريون خبر يې بايد خپور شي.

د نوموړي په وينا، دوى د خپلو اصولو له مخې د لاريون خبرونه خپاره کړي دي.

فرياد وويل، لاريون کوونکو نن هڅه کوله، چې د دوى دفتر ته ننوځي وسايل وسوځوي، خو پوليسو يې مخه ونيوله، يواځې لوحه يې ماته کړه.

ده زياته کړه: ((لاريون کوونکي د لاريون پر مهال سپکې سپورې وايي، موږ دا ټولې نه شو خپرولى.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.