ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د والي پر ضد لاريون دريمې ورځې ته وغځېد

د اروزګان د والي پر ضد لاريون دريمې ورځې ته وغځېد

author avatar
3 Feb 2014 - 12:30
د اروزګان د والي پر ضد لاريون دريمې ورځې ته وغځېد
author avatar
3 Feb 2014 - 12:30

ترينکوت (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): د اروزګان د والي پر ضد نن په دريمه ورځ هم لاريون ترسره شو، بلخوا د ترينکوټ ښار دوکانداران وايي چې د لاريونونو له امله دوى ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.

له تېرو دريو ورځو راهيسې د ترينکوټ ښار لسګونه اوسېدونکي د والي اميرمحمد اخوندزاده، ولايتي شورا او د ولسي جرګې د يوه وکيل پر ضد لاريونونه کوي او دوى پر اداري فساد تورنوي.

خو د اروزګان والي اميرمحمد اخوندزاده لاريون کوونکي له قانون سره په سرغړونه تورنوي او لاريونونه يې غير قانوني بولي.

د لاريونونو دغه لړۍ د تېرې شنبې ورځې (١١ سلواغه) راهيسې پيل شوې چې له امله يې هره ورځ د ترينکوټ ښار لسګونه دوکانونه هم تړلي وي.

د ننني لاريون يوه ګډونوال شمس الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى به تر هغو خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوي، څو والي له دندې نه وي ګوښه شوى.

هغه زياته کړه، چې په لاريون کې د ولايت د مرکز تر څنګ له يو شمېر ولسواليو راغلو کسانو هم ګډون کړى دى.

د ترينکوټ د مهراباد سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې دوى به هره ورځ راټولېږي او د والي پر ضد به شعارونه ورکوي.

نوموړى وايي، تر هغه به په کراره نه کېني څو مرکزي حکومت د دوى غږ نه وي اورېدلى.

لاريون کوونکو ګواښ کاوه، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، نو دوى به په راتلونکو ټاکنو کې ونډه نه اخلي.

بلخوا د ترينکوت ښار يو شمېر اوسېدونکي او دوکانداران شکايت کوي چې د پرله پسې لاريونونو له امله ورته مالي زيانونه اوښتي دي او ورځنۍ چارې يې ټکنۍ شوې دي.

د دغه ولايت د مدني ټولنې يوه استازي جاوېد خپلواک پژواک اژانس ته وويل، چې د لاريونونو له امله د دغه ښار اوسېدونکي له بېلا بېلو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زياتوي چې لاريون کوونکو پر سړک ټېرونو ته اور اچوي چې له امله يې لاره د څو ساعتونو لپاره بنده وي.

د حاجي عبدالباري په نوم د دغه ښار يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، چې د لاريون له امله هره ورځ لسګونه دوکانونه بند او ښار تړلى وي چې له امله يې دوکاندرانو ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.

د حاجي باري داد په نوم يوه دوکاندار پژواک ته وويل، چې له تېرو دريو ورځو راهيسې د دوى دوکان بند دى او پوليس اجازه نه ورکوي چې له کوره ښار ته ولاړ شي.

د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده لاريون د خلکو قانوني حق بولي، خو زياتوي چې په وروستي لاريون کې تر ډېره ماشومانو برخه اخيستې او له دوى ناوړه استفاده کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې والي شوى، په دغه ولايت کې يې د بيارغونې په برخه کې ډېر کارونه کړي دي او د بې کيفيته پروژو مخه يې نيولې ده.

دى وايي، چې په لاريون کې د ګوتو په شمېر کسانو برخه اخيستې چې د ټول ولايت د اوسېدونکو استازيتوب نه شي کولى.

د يادونې ده، تېره شپه د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې د اروزګان د لاريونونو په اړه خبرې وشوې او اړوندو ادارو ته لازم هدايات ورکړل شول.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.