ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى رسول: زما حکومت به ملي وي

زلمى رسول: زما حکومت به ملي وي

author avatar
3 Feb 2014 - 16:44
زلمى رسول: زما حکومت به ملي وي
author avatar
3 Feb 2014 - 16:44

کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): د جمهوري رياست کانديد زلمي رسول ويلي، چې د برياليتوب پر مهال به يې حکومت ملي وي او که څوک د هېواد ملي امنيت له خطر سره مخ کړي نو له سخت چلند سره به مخ شي.

د ولسمشرۍ دغه کانديد د خپلو ټاکنيزو مبارزو په پيل سره نن په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې وويل، چې د افغانستان راتلونکى سياسي ثبات به پر انډول، برابرۍ او جوړښت باندې ولاړ وي.

هغه، چې خپل راتلونکي پروګرامونه شرح کول، زياته کړه: ” زموږ لاره افراط او تفريط نه ده، بلکې انډول دى.”

دغه کانديد د ولسمشر کرزي له کړنو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې کرزي د ملي يووالي په لاره کې ښه قدمونه اخيستي دي.

زلمي رسول زياته کړه، چې د ده حکومت به ملي وي او له هغو کسانو سره به سخت چلند وکړي، چې د هېواد ملي امنيت له ګواښ سره مخ کوي.

هغه وويل، چې د ښځو حقونو په برخه کې يې هغوى ته په خپل ټېم کې ځانګړى ځاى ورکړى او لږ تر لږه د هغه پنځوس سلنه کابينه به ځوانان او ښځې جوړوي.

هغه زياته کړه، چې دى او ټېم يې په هېڅ ډول فساد کې لاس نه لري نو له همدې کبله به د فساد پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.

زلمي رسول زياته کړه، که چېرې بريالى شي نو د رسنيو ازاد فعاليت ته به کوم خنډ نه جوړوي، د رسنيو ازادي ته به احترام ولري، تر څو خپل فعاليتونه د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې پر مخ يوسي.

د ولسمشرۍ ياد نوماند، د نه لاسوهنې له سياست څخه ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، ګاونډيو هېوادونه ته ډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې سوله د دوى پر ګټه ده.

هغه وويل: “هڅه کوو، هغو کسانو ته چې اوسمهال د دولت پر وړاندې جنګېږي د دې زمينه برابره کړو، چې په خپل هېواد کې د قانون په رڼا کې ژوند وکړي.”

زلمي رسول د خپلو خبرو په ادامې سره وويل: “موږ ژمنه کوو، چې يو ځوان نظام به لرو او زموږ پنځوس سلنه کابينه به ځوانان او ښځې جوړوي.”

د زلمي رسول لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود، نن د ټاکنيزو مبارزو په غونډه کې وويل: “له بده مرغه تر دې مهاله زموږ په هېوا کې علمي ظرفيتونه نه دي رامنځته شوي، تر څو حکومتي نظام پر مخ يوسي، چې يو مهم لامل يې د حکومت کمزوري ده.”

هغه زياته کړه: يوه داسې بدلون ته اړتيا ده، چې ټولنه د سوکالۍ لور ته بوځي  او د خلکو د ژوند کچه په کې لوړه شي.

مسعود وويل: “موږ ډايناميکې ټولنې ته اړتيا لرو، داسې ټولنه چې د ژوند په ټولو ډګرونو کې د پرمختګ شاهده وي، د هېواد هوسا قشر له بده مرغه په هېواد کې پر توليد عقيده نه لري نو له همدې امله ده، چې بېکاري په هېواد کې اوج ته رسېدلې او ټول ځوانان بېکاره دي.”

د زلمي رسول دويم مرستيال حبيبې سرابي په هېواد کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل: “د هېواد په مديريتي ټېم کې زما برخه، په مديريت کې د يوه کس برخه نه ده؛ په هېواد کې د يوه خوار او پرېشانه نسل (ښځو) برخه ده.”

هغې زياته کړه، چې تاوتريخوالى يو تاريخي شرم دى او بايد کرښه پرې راکښل شي.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.