ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قيوم کرزى: اقتصاد محوره حکومت غواړم

کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد عبدالقيوم کرزى وايي، که بريالى شي، اقتصاد محوره حکومت به جوړوي او په خپلو ټولو پاليسيو کې به حکومت د اقتصاد پياوړتيا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

کرزى وايي، له نړۍ او د سيمې له هېوادونو سره اړيکې به يې پر دې بنا وي، چې څنګه کولى شي اقتصاد پياوړى کړي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: “دا جهان اقتصادي جهان دى، د خلکو مناسبات اقتصادي دي، ټول شيان که معارف دى، که صحت دى، که اردو ده، که په جامعه کې د مدني ټولنو راوستل دي، که کلتوري مسايل دي او نور، ټول شيان پر اقتصادي باندې ولاړى دي.”

د کرزي په باور، اقتصادي پراختيا د هېواد په سوله کې هم مرسته کولى شي.

قيوم کرزي په دې مرکه کې د افغانستان لپاره پر خپلو راتلونکو پلانونو معلومات وړاندې کړل، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې پر پروسې او له امريکا سره د امنيتي تړون په ګډون د هېواد پر روانو چارو يې خپل نظر څرګند کړ.

که څه هم ده په تېرو کلونو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه د پام وړ وبلل، خو ويې ويل چې که بريالى شي، د ورور (ولسمشر حامد کرزى) د حکومت نيمګړي کارونه به بشپړوي.

ده همداراز وويل، داسې حکومت جوړول غواړي، چې چارواکي په کې د کاري وړتيا او اهليت له مخې وګومارل شي او د افغانستان ټول خلک په کې ځان وګوري.

قيوم کرزي په افغانستان کې د سولې او امنيت د تامين په اړه وويل، چې يواځې د جګړې له لارې سوله نه شي راتلاى.

دى وايي، د دولت له مخالفينو سره د سولې لپاره اړينه ده، چې د افغانستان د خلکو له منځه يوه منځګړې ډله جوړه شي، په پوره بې پلوۍ سره د سولې پروسه مخ ته يوسي.

ده زياته کړه: “په سوله کې بايد بې طرفي موجوده وي؛ هر څومره چې د حکومت د سولې عالي شورا بې طرفه وي، بيا هم د حکومت په چوکاټ کې يو ارګان دى، د سولې راوستلو او د جنګ له منځه وړلو لپاره همېش يو بې طرف قوت ته ضرورت شته، نو په دغه چوکاټ کې د سولې عالي شورا چې احترام ورته لرم او زما دوستان هم په کې دي، خو دغه بې طرفي نه شي ثابتولى. اعمال به يې ټول د بې طرفه قوت په حيث باندې وي، مګر خپله بې طرفي نه شي ثابتولى.”

عبدالقيوم کرزي همداراز د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي تړون د افغانستان په ګټه وباله او ويې ويل، دا چې دغه تړون د مشورتي لويې جرګې له خوا په غوڅ اکثريت تاييد شو، نو دى يې هم د لاسليکولو پلوى دى.

کرزى زياتوي، د دغه تړون لپاره اېښودل شوي شرطونه بايد د مشورتي جرګې تر ناستې وړاندې مطرح شوي واى، تر څو دې جرګې پرې خپل نظر ورکړى واى.

له عبدالقيوم کرزي سره بشپړه مرکه لاندې لوستلاى شئ!

کرزى صېب! څه وخت او څنګه مو پرېکړه وکړه چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې سيالۍ ته ودرېږئ؟

ځواب: له کوچنيوالي څخه ما سياست ته ډېره علاقه نه درلوده، په کرز سيمه کې زېږېدلى يم او هلته مې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړې، د ښار له ژوند سره مې بلديت نه درلود، کوم شيان چې مې په کلي او کرونده کې ليدل، هغې ته مې علاقه درلوده. د لومړي ځل لپاره ما ته په ١٩٦٩ کې د ملي شورا په اوله دوره کې، سياسي فکر را پيدا شو، يوه شپه زما د ورور او کاکا تر منځ د افغانستان پر سياست بحث وشو، ما غوږ نيولى و، دوى خبرې کولې، زما احساسات ډېر وپارېدل. دويمه نقطه چې زه يې سياست ته راوبللم، هغه سردار صاحب داوود خان و، زه امريکا کې وم، زده کړې مې کولې، ما ته ډېره مشکله معلومه شوه، چې افغانستان له دې کودتا څخه ځان سلامت را وباسي، چې زما خبره سمه وخته.

پوښتنه: کرزى صېب! تاسو پوهېږئ چې اوسمهال افغانستان په ځانګړې توګه له امنيتي پلوه له سخت حالت سره مخ دى، فکر کوئ چې په دغسې مهمو يا حساسو شرايطو کې، ستاسو شته والى به دغه ستونزې رفع کړي؟

ځواب: زه کاملاً دغو حساسو حالاتو راپارولى يم، زه يې متحرک کړى يم، له دې حساسو حالاتو څخه وتل، يو ځل بيا د افغانستان له خلکو څخه د افغانستان له علماء کرامو او قومي مشرانو څخه، له تاجرانو، ځوانانو او سياسيونو څخه، دا تقاضا او ارزو لري، چې په ډېره سړه سينه او ډېر تعقل، د افغانستان د عنعنوي سياسي کلتور په چوکاټ کې، ډېر مدبرانه افغانستان له دې حالت څخه تېر کړي. يوه لار چې موږ له دې حالت څخه ځان ايستلاى شو، دا دى چې دې نظام ته احترام ولرو، زه دا نظام د نورو نظامونو په پرتله موفق او مشروع نظام بولم.

 پوښتنه: که په ټاکنو کې بريالي شئ، ستاسو کاري لومړيتوبونه به څه وي؟

ځواب: اول سوله او امنيت دى؛ د دې لپاره چې په ديموکراسۍ کې اولنۍ فرضيه دا ده چې بايد سوله راشي، هر نظام سوله غواړي، خو د ديموکراسۍ په تيوريو او عمل کې، د سولې حوصله مندي خلق کېږي، د سولې اسباب او ابزار رامخ ته کېږي، اول بايد موږ له دې ديموکراسۍ څخه د سولې په چوکاټ کې کار وکړو او عقلاني کار ورباندې وکړو. د سولې په ضمن کې امنيت ډېر ژر راتلاى شي، امنيت هم يو مسلک دى په جهان کې، يعنې يواځې ټوپک په لاس کې درلودل او فکر کول چې څوک امنيت خرابوي هغه ووژنه يا يې بنديخانې ته واچوه، په دې سره امنيت نه شي راتلاى، زه فکر کوم چې امنيت مو بايد مسلکي شي، د امنيت لپاره بايد له تدابيرو څخه کار واخيستل شي، چې څنګه د ناامنۍ مخه ونيسي، سخته ملي اندېشه (فکر) بايد ولرو او دې نظام ته د وفادارۍ او ساتنې فکر ولرو.

پوښتنه: ښاغلى کرزى! تاسو وويل چې سوله به د کارونو لومړيتوب وي، په تېرو شاوخوا ١٢ کلونو کې د افغانستان اوسني حکومت، د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو تر اوسه يې مثبته نتيجه نه ليدل کېږي، د سولې لپاره به له اوسني حکومت سره ستاسو د هڅو توپير څه وي، څه توپيرونه به راولئ؟

ځواب: اول خو بايد موږ واقعيت بين و اوسو، په افغانستان کې د سردار صاحب داوودخان له کودتا وروسته کرار کرار د جنګ شرايط رامنځ ته شوي، تر اوسه پورې چې تقريباً ٤٠ کال کېږي، نو له ٤٠ کاله جنګ څخه راوتل او سوله هم دومره اسانه نه شي راتلاى، زه بايد ووايم د سولې هر حرکت چې په افغانستان کې شته، څه که په حکومتي چوکاټ کې دى يا بين المللي چوکاټ کې او يا هم د خلکو له احساس څخه راوتل دي، زه لبيک ورته وايم، هر څومره چې د افغانانو په فکر او ژبه کې د سولې کلمه ګرځي، هغومره د سولې لپاره بنسټونه ږدي او فکرونه ورته اماده کوي، زما د سولې پروګرام به له ننني سولې پروګرام سره يو څه ډېر فرق ولري، جنګ په خپله يوه انساني پديده ده، چې همېشه په جنګ کې طرفين شته، دا دا معنا نه لري په جنګ کې يو څوک حتماً ملامت دى او يو څوک، ټول مسووليت د جنګ ومني، جنګ، جنګ دى، د طرفينو ترمنځ، زموږ جنګ هم طرفين لري، چې په اوس خبرو کې يو طرف حکومت دى او يو طرف مخالفين دي، دا بيا دا معنا نه لري چې په دې کې، د سولې په چوکاټ کې چې موږ خبرې کوو، مخکې له مخکې ووايو چې څوک ملامت دى او څوک نه دى ملامت، دا د سولې د پروسې جزء دى، چې په دې ابعادو بايد فکر وشي، زه فکر کوم دا جنګ چې زموږ پر مخ دى، دا يو بې طرفه منځګړى قوت غواړي، چې هغه کار نه د افغانستان حکومت کولى شي او نه د افغانستان د حکومت مخالفين ځان بې طرفه کولى شي، چون دوى په جنګ سره طرف واقع شوي دي. زه په دې عقيده يم چې بهترين منځګړى قوت چې افغانستان ته سوله راوستى شي، هغه د افغانستان د ولس نماينده ګان دي چې د شوراګانو په چوکاټ کې، د جرګو په چوکاټ کې، خپله بې طرفۍ ثابته کړي او ځانونه اماده کړي چې د حکومت او د حکومت له مقابل طرف سره د سولې منځګړتوب وکړي او يوه طرحه وړاندې کړي، که موږ خداى کامياب کړو، دا اقدام به وکړو، جرګه به په دې متعلق جوړه کړو، د جرګې صلاحيت به له حکومت سره نه وي، حتى د سولې غږ بايد خلک په خپله راپورته کړي، په هيڅ ډول داسې ونه شي چې مخالفين ووايي، دا د حکومت جرګه ده يا د حکومت نفر په کې دي يا حکومت جوړه کړې ده، يا يې نمايندګان انتخاب کړي دي، دا په خپله، د ولس درنه وظيفه ده، چې د افغانستان د خلکو لپاره د حکومت لپاره او د حکومت د مخالفينو لپاره، په بې طرفۍ سره د سولې چارې پرمخ يوسي او يو پيشنهاد د سولې مطرح کړي چې څنګه سوله راتلاى شي.

پوښتنه: کرزى صېب! په دې کې شک نشته چې اوسني حکومت هم دغسې يوه شورا جوړه کړې ده، خو هر ځل چې حکومت د سولې خبره کړې، مخالفينو يا طالبانو تل د خارجيانو پر وتلو ټينګار کړى او تر اوسه حتى له حکومت سره خبرو ته هم نه دي حاضر شوي. که هغوى پر همدې دريځ ټينګار وکړي، نو تاسو به کومه لاره نيسئ؟

ځواب: په سوله کې بايد بې طرفي موجوده وي. هر څومره چې د حکومت د سولې عالي شورا بې طرفه وي، بيا هم د حکومت په چوکاټ کې يو ارګان دى. د سولې راوستلو او د جنګ له منځه وړلو لپاره همېش يو بې طرف قوت ته ضرورت شته. نو په دغه چوکاټ کې د سولې عالي شورا چې احترام ورته لرم او زما دوستان هم په کې دي، خو دغه بې طرفي نه شي ثابتولى. اعمال به يې ټول د بې طرفه قوت په حيث باندې وي، مګر خپله بې طرفي نه شي ثابتولى، د افغانستان په کلتور او عنعنه کې، همېشه بې طرفه جرګې دي چې د طرفينو ترمنځ جوړه کوي. داسې هېڅ امکان نه لري چې د جنګ طرفين راولاړ شي او لاس سره ورکړي چې سوله وکړو، دا نه کېږي.

پوښتنه: کرزى صېب! يو بل څه چې د هېواد د امنيت لپاره اړين دي، امنيتي ځواکونه، که يوه خوا د سولې هڅې کېږي، بلخوا حکومت بايد د امنيت د ساتلو توان هم ولري، تاسو د امنيتي ځواکونو د تجهيز او پياوړتيا لپاره څه پلان لرئ؟

ځواب: په دې کې هېڅ شک نشته چې هر ملک د ځان د ساتلو لپاره امنيتي قوت ته ضرورت لري، اوله کيسه دا ده چې موږ امنيتي قوت او امنيت يو مسلک بولو، ډېر وخت کېږي چې موږ وزارت دفاع، د اردو او پوليسو پوهنتون او ښوونځي درلودل، نو موږ دا يو تخصص بولو، امنيت يو تخصص دى، مسلکي کسان خپل تخصص او کار ته احترام لري، اوله مسئله دا ده چې موږ خپلې اردو او پوليسو ته، که افسران دي يا پوليس دي، تخصص ورکړو، ډېره مهمه دا ده چې اردو او پوليس له سياست څخه ګوښه وي، درېيم شى د افغانستان د ټولو خلکو وظيفه ده، چې پر خپلې اردو او پر خپلو پوليسو باندې افتخار وکړي او دوى ته احترام ولري او دوى يواځيني خلک دي چې د خپلې وظيفي لپاره د سر قرباني ورکوي، دا د افتخار وړ دى بل دا چې د دوى ژوند بايد تامين وي، ښه معاشونه ولري چې ځان پرې سمبال کړي، دا ډېر مشکل بحث دى، ډېر نور فکرونه هم شته چې څنګه کولى شي، دا اردو يوه منظمه او تخصصي اردو کړي.

پوښتنه: ښاغلى کرزى! ناټو او امريکا ويلي دي، که امنيتي تړون لاسليک شي، نو دوى به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم پاتې کېږي او د افغانستان اردو به روزي او تجهيزوي به يې، تاسې هم د دغه تړون د لاسليک طرفدار ياست؟

ځواب: بلې، هو! اول خو يې طرفدار يم. دويم دا دى چې د افغانستان د لويو جرګو سياسي معمول ته ډېر احترام لرم؛ هر وطن له حکومت څخه استثناء يوه مرجع لري، چې په هغه کې هغه کارونه چې حکومت يې نه شي کولى، ترسره کوي يې، په نورې دنيا کې خو مدني ټولنې دي او ډېر نور مرکزونه د سياست او د اقتصاد شته چې کولى شي په دې لاره کې قدمونه واخلي، خو زموږ د سياسي کلتور، يو مهم رکن او مهم جزء دا دى چې د حکومت او د سياسي څانګو ترڅنګ موږ د خلکو فورم (تشکيل) لرو چې پر هغه مو جرګه نوم اېښى دى. نو زه له دې نکتۀ نظر څخه فکر کوم، چې د تړون په متعلق ماته د جرګې تصميم، ډېر زيات اعتبار لري، هغوى (جرګه والو) په يوه بشپړه رايه باندې، دا تاييد کړ. هغه خلک چې د افغانستان په سياسي کلتور کې جرګه ماران دي، جرګې کوي او جرګې ته اعتبار ورکوي، له اضطراري جرګې څخه نيولې تر وروستۍ جرګې پورې، ټول چې جرګې ته راځي، له (٦٠-٧٠ سلنې) خپل تصميم نيولى وي چې موافق دى که مخالف دى. د امنيتي تړون په متعلق چې ما وليدل، د خلکو له کردار او لغتونو معلومېده چې له ٦٠-٧٠ پورې خلک موفق راغلي وو چې دې تړون ته رايه ورکړي، خو د کرزي صاحب له بيانيې سره دا فيصدي ٩٩ سلنې ته لوړه شوه.

پوښتنه: غواړم پوه شم، د امنيتي تړون په برخه کې د ولسمشر کرزي له شرطونو سره تاسو هم موافق ياست چې لومړى دې د سولې پروسه پيل شي بيا دې تړون لاسليک شي؟

ځواب: اول خو د مذاکراتو په چوکاټ کې ټول شرطونه اېښودل شوي واى، هغه بايد د تړون جزء واى، ترڅو پر هغې باندې جرګې رايه ورکړې واى. بل په دې کې هېڅ شک نشته چې سوله د افغانستان خلکو ته ډېر قېمت بها شى دى. په دې کې هېڅ شک نشته چې د ښو انتخاباتو کول د افغانستان د نظام لپاره مشروعيت راولي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د سولې لپاره د بنديانو خوشې کول، ډېر مهم دي. د شپې د عملياتو بندول ډېر مهم شيان دي. دا ټول هغه شيان دي چې زه فکر کوم خارجيان هم په دې برخه کې څه مخالف نظر نه لري، دا اوليه شيان دي چې بايد قبول يې کړي. خبره په دې ده چې د افغانستان جرګې ته يوه مسوده وړاندې شوې وه، هغوى پر ټولو مسايلو باندې بحث وکړ.

پوښتنه: کرزى صيب! يعنې هدف مو دا دى که دا شرطونه وړاندې کېدل، نو بايد د خبرو په پيل کې مطرح شوي واى او د تړون په مسوده کې دا موضوع ذکر شوې واى؟

ځواب: بلې هو! دا ډېر ښه شيان دي، خو جرګې د مسودې پر محتوا باندې، ډېر سخت نظريات ورکړل او بحثونه يې ورباندې وکړل. خو د دوى له فيصلو څخه دغه مسوده راووتله چې پر هغې باندې راى ګيري وشوه او جرګې په غوڅ اکثريت (٩٩ سلنه) تاييد کړه. نو پس له هغې جرګې موږ ته دا وويل چې دا تړون امضا شي، بيا نو رييس جمهور د دغه جرګې د نظرياتو په چوکاټ کې کولى شواى چې له خارجيانو سره دا نور بحثونه خلاص کړي. زه تر رييس جمهور کرزي ډېر لږ کسان افغانستان ته وفادار وينم. تر ده زه ډېر لږ کسان په شمول زما، وينم چې د افغانستان له ولس سره ډېرې صميمي رابطې لري، مشروع سړى دى، موفق رييس جمهور دى.

پوښتنه: د تړون په برخه کې وروستۍ مسئله يادوم، کرزي صيب ويلي، که تړون لاسليک شي او سوله رانه شي، دا به د افغانستان په خير نه وي، دا به د افغانستان لپاره شر وي، تاسو هم په دې باور ياست؟

ځواب: والله زما له خبرو څخه اقتباس تاسو وکړئ، چې زه په څه نظر يم.

پوښتنه: راځو د اداري فساد مسئلې ته، تاسو پوهېږئ چې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د نړۍ د درېيو ډېرو مفسدو هېوادونو په ډله کې دى، تاسو به د فساد د ختمولو لپاره څه کوئ؟

ځواب: لکه سوله، اداري فساد د ختمولو لپاره وخت غواړي. مګر فساد زه فکر کوم لکه جنګ د افغانستان لپاره، د يوه سرطان مرض په څېر دى. زه يو ځل بيا تاکيد کوم چې حکومتي ادارې غير له دوو درېيو څخه نور ټول مسلکي وزارتونه دي. د دې لپاره بايد تعليم يافته خلک د تخصص وړ خلک په داسې يو چوکاټ کې مقرر شي چې په هغه کې ضوابط پر روابطو باندې برلاسي وي. دويم، ټول انسانان داسې يوه کار ته ضرورت لري چې په هغه کې د خپل ځان او فاميل د ژوند لپاره مالي بنياد برابر کړي. موږ به دې ته بېخي متعهد يو چې معاشونه لوړ کړو. درېيم د حکومت په چوکاټ کې به مجازات او مکافات وي. څوک چې فساد کوي بايد مجازات وويني، څوک چې خدمت کوي بايد مکافات شي. څلورم، د دې لپاره چې فساد ورک شي، بايد محاکم او څارنوالۍ او امنيتي ارګانونه ډېر سخت فعاله شي چې په صحيح شکل د فساد ابعاد اداره کړي. هم پسې وګرځي چې پيدا يې کړي او هم يې محاکمو ته معرفي کړي او محاکم ډېر ژر هغه فيصله کړي. پخوا فساد په افغانستان کې ډېر کم و، دا کارونه مو چې وکړل، بيا نو کلتور د صداقت او کلتور د شفافيت او له فساد څخه پرهېز ته پام وکړو او خپلو خلکو ته ووايو چې فساد له ديني پلوه هم ناروا دى.

پوښتنه: کرزى صيب! که په ټاکنو کې بريالي شئ، ستاسو د حکومت جوړښت به څه ډول وي، ځکه د اوسني حکومت په اړه ډېر ويل کېږي، چې قومي معيار په کې ډېر څرګند دى؟

ځواب: موږ بايد په دوو چوکاټونو کې د حکومت په اړه فکر وکړو. يو د حکومت مشروعيت دى، په دې چوکاټ کې به زموږ په حکومت کې له تبعيض او فرق پرته، د افغانستان ټول خلک بايد د حکومت په هنداره کې ځان وويني. د خپل ځان لپاره خدمات وويني، د خپل ځان لپاره احترام او مصوونيت وويني. دويم، مهمه خبره حکومتداري ده، په دې کې موږ بېخي ډېر کوشش کوو چې د حکومت له تقسيمېدو څخه پرهېز وکړو، دا په دې معنا چې دا حکومت، قدرت، دا نه يوه تحفه ده، نه يو جنس دى، نه يو ښه ساعت يا ګوته ده چې سړى يې په لاس کړي چې دا زما دى. حکومت يو مسووليت دى، مسووليت د خدماتو د راوستو، د افغانستان د مصوونيت لپاره، د افغانستان د خاورې د ساتلواو استقلال لپاره، د معارف او صحي خدمتونو د پراختيا لپاره، تشکيلاتي ابزار او صلاحيتونه دي، چې دا بايد مخ ته يوسي. دا نه د چا د ماما دى، نه د چا د کاکا دى او هم د ورور دى، نو حکومتداري، د دې وطن د عليا منافعو او روزمره ژوند، په دفاع کې ولاړ دى او جامعې ته سهولت راولي، ممانعت نه راولي. موږ خپل حکومت پر مسلک، تخصص، تعليم، پاکه ګذشته او تجربې باندې بنا کوو.

پوښتنه: کرزى صيب! تاسو په حکومت کې د اصلاحاتو خبره وکړه، کېداى شي ووايئ غواړئ کوم اصلاحات راولئ؟

ځواب: اول اصلاحات له مسلک څخه شروع کېږي. تخصص، مسلک، د ضوابطو حاکميت پر روابطو، د غلاوو، مخنيوى دى. بل د دفتر کارونو ساده کول دي، چې يو کار په لږ وخت کې په شفاف ډول ترسره شي. هرڅومره چې دا ګامونه ډېرېږي او د خلکو کارونه ځنډېږي، فساد ته زمينه برابروي. بل د قوانينو اصلاحات دي، مغلق قوانين بايد ساده شي. بل د معاشونو خبره ده، ترڅو چې معاشونه لوړ نه شي او خلک د خپل کار په چوکاټ کې د خپل ژوند ضرورتونه پوره کړي.

پوښتنه: راځو اقتصاد ته، د افغانستان د پراختيا لپاره مو پلانونه څه دي، د زېربناوو جوړولو، سوداګرۍ او نورو برخو کې؟

ځواب: موږ د حکومت په جوړولو کې يو ډېر نوى او مهم فکر مطرح کړى دى. هغه دا چې موږ به په افغانستان کې له پړسېدلي سياست څخه، چې هېڅ نوعه محتوا په کې نه وي او يواځې شعار او خبرې وي او مرجع د پيسو پيدا کولو وي، له دې څخه به پرهېز کوو. موږ يو اقتصاد محوره حکومت جوړوو چې زموږ په ټولو پاليسيو کې به حکومت د اقتصاد شاته ولاړ وي، چې اقتصاد تقويه کړي. حتى په خارجي پاليسيو کې له همسايه ګانو سره، له منطقې سره او له دنيا سره به زموږ ټوله مسئله د سياست پردې باندې چې موږ څنګه کولى شو چې اقتصاد جوړ کړو. دا جهان اقتصادي جهان دى، د خلکو مناسبات اقتصادي دي، ټول شيان که معارف دى، که صحت دى، که اردو ده، که په جامعه کې د مدني ټولنو راوستل دي، که کلتوري مسايل دي او نور، ټول شيان پر اقتصادي باندې ولاړى دئ. متاسفانه په وروستيو ٤٠ کلونو کې، موږ دا ټول شيان، د يوه غير توليدي سياست لاندې کړي دي، چې نتيجه يې هم جنګ دى. موږ غواړو چې له دې څخه راووځو. که بريالي شو، نو په اقتصاد کې زموږ اول کار هغه پروژې چې د ښه اقتصاد مدني بنسټ دى او ژر کار خلقوي، هغه به موږ رامخ ته کوو. زموږ تاکيد به پر برقي شبکو باندې وي چې هم د خلکو لپاره سهولت راولي او د دوى کورونو ته برق ورځي او هم په افغانستان کې د صنعت لپاره يو بنياد کېږدي چې صنعت مخ ته لاړ شي. دويمه لويه پروژه چې موږ په پام کې نيولې، هغه د رېل خط دى، چې افغانستان پر هر طرف باندې له همسايه ګانو سره وصلوي. درېيم شى، د طيارو ميدانونه د افغانستان دي چې بين المللي قواوې په کې پرتې وې او اوس يې تقريبا خالي کړي دي، هغه به موږ داسې استعمالوو لکه بندرونه، اما دا به د وچې بندرونه وي، له دې بندرونو څخه به د تجارت لپاره استفاده کوو. دنيا به له اسياى مرکزي سره وصلوو او مرکزي اسيا به له بحر هند سره وصلوو. نو موږ غواړو چې ډېر کوشش پر اقتصاد باندې وکړو او حتى کوشش کوو، چې له خپلو همسايه ګانو او بين المللي دنيا سره خپل سياست، د تجارت او اقتصاد په چوکاټ کې تنظيم کړو. زه فکر کوم چې دا به هم د سولې د راوستلو يو جزء وي.

پوښتنه: کرزى صاحب! تاسو د مختلفو پروګرامونو يادونه وکړه، طبيعي ده چې د دې پروګرامونو د عملي کولو لپاره مالي سرچينو ته ضرورت دى، تاسو به مالي اسانتياوې څنګه برابروئ؟

ځواب: څو شيان شته، اول خو بايد دا ووايم چې فضل د خداى دى افغانستان کې ډېر طبيعي منابع شته. که څوک کار ورباندې وکړي، دا منابع په مدني چوکاټ کې کېدلى شي چې ډېر ژر فعال شي. په ازاد بازار کې د معدنياتو لپاره، د اقتصادي قوانينو په چوکاټ کې او په بانکي اصولو کې داسې شيان شته چې کولى شي لويې کمپنۍ راشي، قرضې واخلي او ژر دا پروژې شروع کړي. اوس خو بدبختانه زموږ معادن، په غير مسلکي ډول راوېستل کېږي چې ډېر ضايعات لري او په کم قېمت خرڅېږي. موږ غواړو طبيعي کانونه په افغانستان کې پروسس شي او صاف مواد بهر ته واستول شي. چې په دې سره له يوې خوا خلکو ته کار پيدا کېږي او د خامو موادو په پرتله يې بهر ته د استولو کرايه کمېږي. نو موږ غواړو چې په داسې تجارتي حساب کې ځان راولو چې لويې کمپنۍ د ډېرو سختو قوانينو په چوکاټ کې، دوى فعاله شي، چې خداى ناخواسته زموږ محيط ته ضرر ونه رسوي، موږ ته سړک جوړ کړي، حتى زموږ د خپلو کمپنيو لپاره دلته، مسلکي مکتبونه جوړ کړي، چې ځوانان په معدنونو کې کار وکولى شي او زموږ خپل کسان ژر استخدام شي، يوه برخه بايد افغانان وي چې په دې برخه کې کار وکړي. دويم دا چې افغاني تاجران بايد دې صحنې ته داخل شي، ترڅو له معدنونو څخه د ترلاسه کېدونکي ثروت يوه ډېره برخه په افغانستان کې پاتې شي.

دويم دا چې له دنيا څخه کومکونه غواړو. دنيا حاضره ده چې مرستې وکړي، ځکه چې دوى هم په دې پوهېږي چې په افغانستان کې سياسي ثبات له اقتصادي پلوه راتلاى شي.

پوښتنه: کرزى صيب! د خپل بهرني سياست په اړه وواياست، که بريالي شئ، ستاسو بهرنى سياست به پر کومو ا صولو استوار وي، د افغانستان د ګاونډيانو او ستراتيژيکو ملګرو ترمنځ څنګه تعادل ساتئ؟

ځواب: فضل د خداى دى، داسې يو شى په دنيا کې شته چې د اقتصاد بهبودي ده. ټول همسايه ګان او ټوله بين الملي دنيا بايد د افغانستان د اقتصاد په ښه کېدو کې، په تجارت کې او زموږ له جغرافيې څخه په استفاده مرکزي اسيا ته لاره پيدا کول د ځان په ګټه وبولي. موږ له خداى څخه ارزو لرو چې د افغانستان د اقتصاد په بهبودۍ کې داسې کمپنۍ راوړاندې شي چې يو يې د پاکستان او بل يې د هندوستان وي او دواړه يوځاى کار وکړي. هر وخت چې دغه علايق په افغانستان کې اقتصادي شول، نو اوس نور هغه ديپلوماسي په دنيا کې ځاى نه لري، چې د کوټو شاته به سره ناست وي، خبرې به يې معلومې نه وي او پر هغو معاهدو چې ٢٠٠ کاله مخکې امضا شوي وي، پر هغو خبرې کوي چې دا لغات دا معنا لري او بل وايي چې نه بله معنا لري. د افغانستان سياست بايد موږ له زاړه سياست څخه راوباسو او پر هغه سياست يې بدل کړو چې اوسمهال په کې کاملا اقتصاد مطرح دى. بې له دې څخه چې موږ افغانان او همسايه ګان او منطقه خپله بېکاري ورکه نه کړو، د خپل ولس لپاره سهولت رامنځ ته نه کړو او اقتصاد ښه نه کړو، دا ناممکنه خبره ده چې دا حکومتونه دې ارام وکړي. دا ځوانان چې له افغانستان څخه ځي، په کښتيو کې ځان مرګ ته ورکوي، اروپا ته ځي، د دې لپاره ځي چې بې کاره دي، فاميلونه يې غريب دي، مکتب نه لري. صحت نه لري. زه حيران يم چې په يويشتم قرن کې موږ څنګه کولى شو چې په سياست کې پر بل شي باندې بحث وکړو، غير له دې څخه چې ارتقا رامنځ ته نه شي، تعليم او صحت مو ښه نه شي، سړکونه ونه لرو. نو زه فکر کوم چې زوړ سياست ختم دى، هر څومره چې موږ په خپل وطن کې زاړه سياست ته د پاى ټکى کېږدو او په اقتصاد او د انسانانو د ژوند پر بهبودۍ، ارامۍ فکر وکړو او خپل ژوند موازنه راولو، نه دا چې په فاتحه، واده او نورو کارونو کې بحث پر سياست وي.

پوښتنه: که بريالي شئ، تاسو به انتقالي عدالت پلى کوئ؟

ځواب: تاسو پوهېږئ چې ټول افغانان، هغه څوک چې ګذشته يې په ياد ده، په دې پوهېږي چې له دې نظام څخه مخکې په افغانستان کې څه تېرېدل، هم به شرمېږي هم به ځورېږې. ټول خلک د افغانستان له ګذشتې څخه ازرده دي. مګر حجم د دې بدبختيو دومره ډېر وو چې د دې لپاره د پاى ټکى په بل هېڅ صورت سره نه شو اېښودلى، غير له دې چې له حوصله مندۍ څخه کار واخلو او د خلکو ترمنځ دې روغه جوړه وکړو او ګذشته ته صلوات ووايو. مګر هغه اعمال چې په هغه وخت کې شوي دي، هغه بايد د حکومت جزء نه وي، چې هم به قوماندان د امنيه يې او هم به له امنيتي چوکاټ څخه بهر جلا قوت ولري چې خلک په شخصي زور راکش کړې بنديخانو ته، پيسې ترې واخلې او قومي مسايل راوپاروې. ټول هغه شيان چې د دې حکومت د موفقيت سبب دى، هغه به موږ ساتو، څه چې يې نيمايي کړي دي، هغه به موږ پوره کوو، څه چې نه دي شوي، هغه به موږ له سره شروع کوو، دا به زموږ وظيفه وي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.