ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې دوه زره څاروي له منځته تللي

author avatar
3 Feb 2014 - 16:50
author avatar
3 Feb 2014 - 16:50

شبرغان (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): د جوزجان ولايت مال لرونکي ادعا کوي، چې د دوى دوه زره څاروي له منځته تللي او ٢٥ زره نور په واورو کې ګير پاتې دي، چې که مرسته ونه شي، نو هغه به هم له لاسه ورکړي.

دغه مالدار، چې نن د خپلې ستونزې د حل په موخه د جوزجان ولايت د کوچيانو ادارې ته راغلي وو، وايي چې تر اوسه هېچا ورسره په دې برخه کې اړينه مرسته نه ده کړې.

د قوش تپې ولسوالۍ د ليلې دښتې په ساحو کې د کوچيانو يوه استازي غلام رسول پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ده له دوه زره څارويو ٨٠ يې د واورې ورېدنې، د سړې هوا او د وښو نه شتونه له امله له منځته تللي.

هغه زياته کړه، چې ٢٥ زره نور څاروي په غرنيو سيمو کې په واورو کې ايسار دي او که چېرې واښه ور ونه رسېږي، نو ډېرى به يې ومري.

دغه کوچى وايي، چې دوى د وښو د نه شتون له امله خپل څاروي د ليلې دښتې او غرنيو سيمو ته بيولي وو، خو اوس په واوره کې بند پاتې او د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د فيض اباد ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى او مال لرونکى ګل خان مهمند وويل، چې د ده له زر پسه رمې څخه ٣٠٠ له منځته تللي او پاتې نور په غرنيو سيمو کې په واورو کې بند دي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې تر سبا پورې واښه چمتو نه کړو، نو د پسونو او وزو ټولې رمې مو له منځته ځي.))

زيانمن شوي وايي، چې د دې ستونزې د حل لپاره يې د جوزجان ولايت د کوچيانو رياست ته مراجعه کړې ده.

خو په جوزجان کې د کوچيانو امر جلات خان محمدي وويل، چې پخوا ورته په دې اړه خبر نه دى ورکړل شوى، اوس چې له دې ستونزې خبر شول، نو کوښښ کوي، چې د ولايت له چارواکو سره يې شريکه کړي او حل لاره ورته ولټوي.

خو د جوزجان مرستيال والي عبدالرحمن محمودي وويل، چې دوى داسې امکانات نه لري، چې له مالدارانو سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، چې سږ کال له نا څاپي يخنۍ سره مخ شوي دي، خو بيا هم هڅه کوي، چې د کوچيانو د ستونزو حل لاره پيدا کړي.

د جوزجان د کرنې رياست وايي، چې نږدې دوه ميليونه څاروي په دغه ولايت کې شته او ډېرى مالداران په قوشت تپه، درزاب، خواجه دوکوه، فيض اباد، خانقاه، اقچه او مرديان ولسواليو کې اوسېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.