ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما د افغانستان په اړه له خپلو پوځي چارواکو سره مشورې وکړې

اوباما د افغانستان په اړه له خپلو پوځي چارواکو سره مشورې وکړې

author avatar
5 Feb 2014 - 12:50
اوباما د افغانستان په اړه له خپلو پوځي چارواکو سره مشورې وکړې
author avatar
5 Feb 2014 - 12:50

واشنګټن (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې له خپلو پوځي او دفاعي چارواکو سره د افغانستان په اړه مشورې وکړې.

په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند لورا لوکاس منګنوسن د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ولسمشر بارک اوباما سره په دې غونډه کې مرستيال ولسمشر جوبايډن، د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د دفاع وزير چک هېګل، لوى درستيز جنرال ډيمپسي او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ ګډون درلود.

سرچينې زياته کړه، چې که څه هم په دې غونډه کې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه ونه شوه، خو د دې موضوع تر څنګ پر امنيتي سند او د افغانستان پر وروستيو حالاتو هم خبرې وشوې.

د ملي امنيت وياند وويل، چې دغه راز په دې غونډه کې د بحري، ځمکنيو، هوايي او ځانګړو ځواکونو يو شمېر نورو قوماندانانو او ا فسرانو هم برخه اخيستې وه.

د هغه په وينا، ولسمشر بارک اوباما له خپلو پوځي چاروکو او سلاکارانو سره د افغانستان په اړه ګټورې خبرې او مشورې وکړې.

لورا لوکاس وويل، چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جوزېف څخه د دغه هېواد د وروستيو حالاتو په اړه له نږدې معلومات ترلاسه کړل.

ده زياته کړه: ((ولسمشر د ډيپلوماتانو تر څنګ له استخباراتي، پوځي او دفاعي چارواکو سره خبرې او مشورې کړې، خو تر اوسه يې له ٢٠١٤ کال وروسته د پاتې کېدونو سرتېرو د شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.))

تر يادې غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني يو ځل بيا د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي سند پر ژر لاسليک ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه: ((هره ورځ چې تېرېږي موږ د روان کال پاى ته نږدې کېږو، نو افغان حکومت ته په کار ده چې پر امنيتي سند د ژر لاسليک پرېکړه وکړي، ځکه چې پر دغه سند په ښه فضا کې خبرې اترې شوې او نور پرې خبرې نه شي کېداى.))

د هغه په وينا، څومره چې ژر دغه سند لاسليک شي، نو امريکا او متحدين يې د ٢٠١٤ کال وروسته په اړه خپلو پلانونو ته وروستۍ بڼه ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.