ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې سړې هوا لس تنه مړه کړي

جوزجان کې سړې هوا لس تنه مړه کړي

author avatar
5 Feb 2014 - 15:11
جوزجان کې سړې هوا لس تنه مړه کړي
author avatar
5 Feb 2014 - 15:11

شبرغان (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د سختو سړو او واورې ورېدنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون لسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

د درزاب ولسوال محب الله وايي، چې دغه مړينې په کومرليک او اقبلاق کليو کې شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مرګ ژوبله د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې رامنځته شوې او تر دې مهاله نه ده څرګنده، چې په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او که نه؟

خو د جوزجان مرستيال والي عبدالرحمن محمودي وويل، چې په دغو کسانو کې پنځه ماشومان، دوه ښځې او درې سپين ږيري شامل دي.

هغه زياته کړه، چې د درزاب ولايت ځيني خلک له وارې ورېدو وړاندې د خپلو پټيو کرلو لپاره تللي وو او اوسمهال په واوره کې بند پاتې شوي او د دې امکان شته، چې ځيني نورو پاتې کسانو ته هم مرګ ژوبله واوړي.

د درزاب ولسوال وايي، د درزاب او قوش تپې ولسواليو نښلوونکې لارې د سختې واورې ورېدو له امله بندې شوې او له ٥٥٠ څارويو زيات په درزاب او ٣٧٠ نور په قوش تپه کې د هوا د يخنۍ له امله له منځه تللي دي.

محب الله زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې ټولټال ٣٠٠ زره څاروي شتون لري او په بېلابېلو سيمو کې تر واورو لاندې پاتې دي او د لارو بندښت د دې لامل شوى، چې خلک دغه څاروي ونه ژغورلى شي.

د درزاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي قربان وويل، چې دوى هم د کورنۍ يو غړى د سختې يخنۍ له امله له لاسه ورکړى دى.

هغه زياته کړه، ډېرى خلک بې وسه دي او د خپلو کورنو د ګرمولو وس نه لري، د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي او لومړنيو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

دغه مشر زياته کړه: “له دغو کسانو سره يوازې د هوا له لارې مرسته کېدلى شي او که دولت مرسته ونه کړي نو د يوه انساني ناورين د رامنځته کېدو امکان هم شته.”

پرون هم سيمه ييزو چارواکو، په قوش تپه کې د سختې يخنۍ له امله د دريو ماشومانو او يوه سړي له مړينې خبر ورکړى و او د بېړنۍ مرستې غوښتنه يې کړې وه.

خو د جوزجان مرستيال والي وويل، دوى کوم امکانات په لاس کې نه لري او په کابل کې له دولتي چارواکو او موسسو غواړي، چې له زيانمنو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د درزاب ولسوالۍ شا وخوا سل کيلو متره او قوش تپه ٩٠ کيلومتره، د جوزجان له مرکز شبرغان ښار څخه لرې پرتې دي او په دغو ولسواليو کې له نيم متر څخه زياته واوره ورېدلې ده.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ په بدخشان او باميانو ولايتونو کې د واورې ورېدنې او غره ښويدنې له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او لس نور پکې ټپيان شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.