ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زياتې واورې د ځينو سيمو لارې بندې کړې

author avatar
6 Feb 2014 - 17:05
author avatar
6 Feb 2014 - 17:05

ښرنه ، لښكرګا (پژواك۱۷سلواغه ۹۲) : په پکتيکا ولايت کې د واورې اورښت او لارو  بندېدو له امله يوې ښځې په لاره  کې ولادت کړى او له خپل ماشوم سره مړه شوې ده.

 بلخوا په هلمند او لوګر ولايتونو کې هم د واورو د زيات  اورښت له امله د ولسواليو او کليو لارې بندې شوې دي.

د پکتيکا ولايت  په ارګون ولسوالۍ کې  د واورې اورښت او د لارې بندېدو له امله يوې مېرمنې په موټر کې ولادت کړى دى.

ددې لارې يو تن موټر چلوونکي همت خان دسلواغې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په لسو بجو دارګون ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې.

هغه زياته کړه ، چې د ولادت پر مهال ياده مېرمنه او تولد شوى ماشوم يې دواړه مړه شوي دي.

د پکتيکا چارواکو په دې اړه بې خبري وښوده.

بلخوا د هلمند ولايت چارواكي وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې په دې ولايت کې د پرله پسې بارانونو او واورو له امله لسګونه کورنه زيانمن شوي دي.

د والي وياند عمر ځواك پژواك اژانس ته وويل ، چې ددې اورښتونو له امله په مارجې  ولسوالۍ  كې ۳۰  او په نادعلي ولسوالۍ كې ۱۲ كورنه نړيدلي دي.

هغه زياته کړه، چې دوى سروې پيل کړې، څو زيانمنې شوې سيمې معلومې او بيا ورسره د مرستو لړۍ پيل کړي.

د  هلمند د كډوالوچارو رييس غلام فاروق نورزى وايي، چې په روانه اونۍ كې دوى ته د اورښتونو له امله د زياتو مالي زيانونو خبر ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې د ولسواليو ترڅنګ د لښکرګاه د مختار په مېشت غالي کې هم ١٢ کورونه نړيدلي دي.

دى وايي ، چې ددې مېشت غالي پر يو شمېر کورنيو يې مرستې وېشلې دي.

د نادعلي ولسوالۍ د ترخه ناور دسيمې يوتن اوسېدونکي  عتيق الله او د لښكرګاه له مختار كمپ څخه ولي محمد پژواك ته  وويل ، چې كه دوى ته مرسته ونه  رسيږي له مالي زيانونو سر بېره  به له  ځاني زيانونو سره  مخ شي.

بلخوا د زياتو واورو له امله د لوګر ولايت  ددرېيو ولسواليو لارې له مرکز او د کليو له ولسوالۍ سره بندې شوې دي.

د لوګر د فوايد عامې رييس انجنير باقي ستانکزي پژواک ته وويل ، چې د خرارو، ازرې او بره کي برک ولسواليو لارې له مرکز پل علم سره تړل شوې دي.

د هغه په وينا، ددې ولسواليو دلسګونو کليو لارې د ولسواليو له مرکزونو سره تړل شوې دي.

ستانکزى وايي، چې دوى او وزارت له شرکتونو سره دلارو دپاکولو قراردادونه کړي، خو والي دا قراردادونه فسخ کړي او دوى د لارو دپاکولو امکانات نه لري.

د خروار او ازرې ولسواليو ولسوالانو هم د لارې بندېدل تاييد کړل. د خروار ولسوال حاجي ثمر ګل پژواک ته وويل ، چې د ولايت مرکز ته دا ستونزه رسېدلې او په دې تمه دي چې ژر تر ژره ورته امکانات په لاس کې ورکړي.

عزيزي، ستانکزى او نظري

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.