ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف : له اداري فساد سره مبارزه او د قانون حاکميت لپاره به جدي کار وکړم

author avatar
6 Feb 2014 - 17:01
author avatar
6 Feb 2014 - 17:01

کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد عبد رب الرسول سياف وايي، چې له اداري فساد سره د جدي مبارزې ترڅنګ د سولې راوستو او د قانون حاکميت لپاره به جدي کار وکړي.

د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېدونکې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ د روانې مياشتې په ١٣مه، پيل شوي او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به يوه مياشت وروسته پيل شي.

ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد عبد رب الرسول سياف، نن د سلواغې په ١٧مه، کابل کې د ټاکنيز کمپاين په لومړۍ غونډه کې، چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود، وويل: ((فساد په افغانستان کې يوه ساري ناروغي ده او که له دې ناروغۍ  سره جدي مبارزه ونه شي، دا به د سرطان په دانې بدله شي.))

د ده په وينا، په دې پوهېږي چې فساد چېرته او مفسدين چېرته دي او له فسادکوونکو سره هر ډول نرمښت له ملت سره ستره جفا ده.

هغه وايي، د حکومت له لوري د کنټرول نه شتون، محاسبه، محاکمه نه کېدل او د مجازاتو او مکافاتو نه شتون په هېواد کې د فساد لامل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((عمري سنت ژوندى کوم، فساد او مفسدينو پسې سوټي رااخلم.))

د سياف په وينا، د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره هم جدي مبارزه کوي، ځکه د نشه يي توکو کښت او قاچاق په هېواد کې د فحشا او اخلاقي فساد لامل کېږي.

دغه راز هغه وويل، د افغانستان لپاره د امنيت ټينګښت او د سولې راوستل تر هرڅه اړين دي.

هغه زياته کړه: ((که امنيت نه وي، نور لا څه چې موږ عبادت هم نه شو کولاى.))

هغه وويل، چې د امنيت د ټينګښت لپاره روښانه پروګرام، د قانون تطبيق او پرېکنده پرېکړه په کار ده.

دى وايي: ((که زه ولسمشر شوم، نو په څلورو مياشتو کې به د امنيت په برخه کې رغنده تغيير راشي.))

دغه راز هغه په هېواد کې د سولې پر راوستو ټينګار وکړ، خو ويې ويل، د هغو خلکو پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي، چې د هېواد ښځې او ماشومان وژني.

هغه زياته کړه: ((زه به عمل کې ثابتوم، چې هېواد ته سوله څنګه راوستلى شو.))

سياف دا هم وايي، چې له امريکا متحدو ايالاتو سره د امنيتي سند په اړه په مشورتي لويه جرګه کې افغانانو خپله پرېکړه کړې او هماغه پرېکړه دوى ته د منلو وړ ده.

نوموړى دغه راز وويل، د افغانستان په کانونو او بنسټيزو پروژو به پانګونه وکړي، ترڅو هېواد د روغتيا او زده کړې او نورو برخو کې د پرديو له احتياج څخه خلاص شي.

هغه وايي، خصوصي سکتور ته به ډېره پاملرنه وکړي او د دولت په هره برخه کې به مدني ټولنو ته د فعاليت کولو زمينه برابره کړي.

هغه دا هم وويل، چې د بشر او په ځانګړي ډول د ښځو حقوتو ته به په کلکه توجه وکړي او هغه حقونه به ښځو ته ورکړي، چې اسلام ورته ورکړي دي.

هغه زياته کړه: ((زه دې ته د ښځې حق نه وايم، چې په بازار کې د صابون شاته يې عکس ولګول شي، ترڅو صابون خرڅ شي؛ دا د ښځې په حق کې جفا ده.))

د ده په وينا، هغه حق چې اسلام ښځو ته ورکړى، د افغانستان په ټولنه کې د هغه نيمايي هم ښځو ته نه دى ورکړل شوى.

هغه زياته کړه: ((اسلام ښځو ته ميراث ورکړى، خو زموږ په ټولنه کې ښځې له دې حق څخه محرومه دي.))

هغه وويل، چې ښځو ته به د کار، تحصيل او سياسي مشارکت زمينه هرومرو برابره کړي.

سياف ځوانانو ته هم د هغوى د حقونو په ورکولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې ځوانان د يوې ټولنې بنسټ جوړوي.

دغه راز هغه وايي، په هېواد کې د ملي يووالي لپاره به ډېر زيات کار وکړي، ترڅو له دې برخې څخه پيدا شوې ستونزې پاى ومومي.

سياف پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له خپلو هېوادوالو سره يوځاى شي او په دولت کې برخه واخلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.