کابل (پژواک،١٨سلواغه٩٢): د ملي امنيت رياست وايي ، چې په پکتيا ولايت کې يې د حقاني شبکې يوه څلورکسيزه ډله او يو ځانمرګى بريدکوونکى نيولي دي.
د ملي امنيت رياست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دې څلور کسيزې ډلې د پکتيا په مرکز ګردېز کې په ترهګريزو بريدونو او کړنو کې لاس درلود.
ددې رياست په خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې د ملي امنيت منسوبينو يو تن ځانمرګى بريد کوونکى موخې ته له رسېدو مخکې نيولى دى.
ملي امنيت، ددې کسانو د نيولو د دقيق وخت او څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.
خبرپاڼه ليکي ، چې نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
له دې کسانو څخه د وسايطو ضد دوه ماينونه، د آر پي جي راکت نهه مرمۍ، درې لاسي بمونه، د منځني هاوان يوه مرمۍ او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ملي امنيت وايي، چې موضوع تر څېړنې لاندې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن