ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د رايې ورکولو ٢٣ سلنه مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

فراه کې د رايې ورکولو ٢٣ سلنه مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي

author avatar
8 Feb 2014 - 15:00
فراه کې د رايې ورکولو ٢٣ سلنه مرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخ دي
author avatar
8 Feb 2014 - 15:00

فراه ( پژواک ١٩ سلواغه ٩٢):د فراه په پنځو ولسواليو کې د ١٣٩٣ کال د ټاکنو لپاره د رايې ورکونې له ١٠١ مرکزونو څخه ٥٣ يې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.

په فراه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر مشر ميرويس عزيزي، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه مرکزونه په بالابلوک، ګلستان، بکواه ، خاکسفېد او پشترود ولسواليو کې موقعيت لري .

د هغه د معلوماتو له مخې، په بالابلوک کې د رايې ورکولو له ٣٠ مرکزونو څخه ١٤، په ګلستان کې له ٢٠ مرکزونو څخه  ١٥، په بکواه کې له ٢٠ مرکزونو څخه ١٧ ، په پشترود کې له ١٦ مرکزونو څخه يو  او په خاکسفېد کې له ١٥ مرکزونو څخه  شپږ  تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.

عزيزي وايي، چې په يادو ٥٣ مرکزونو کې د لوړ امنيتي ګواښ له امله د ټاکنو تر سره کېدل شوني نه دي.

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمدرزاق يعقوبي هم تاييدوي ، چې دغه مرکزونه تر سخت ګواښ لاندې دي.

 خو د ده په وينا، امنيتي ځواکونه په يادو ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پلان لري ، چې له مخې به يې تر ټاکنو پورې ( د وري تر ١٦ مې)  له دې ډلې څخه د  ١٥ مرکزونو د فعاليت زمينه برابره شي.

 په فراه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت  کې د يادو ٥٣ مرکزونو په ګډون ټول ٢٢٧ د رايو ورکولو مرکزونه  پلان شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې په فراه کې ٣٤٥٠٠ نويو په شرايطو برابرو کسانو، چې ٩٠٠٠ يې ښځې دي ، د رايو ورکولو کارتونه اخيستي دي.

د ټاکنو د امنيتي وضعيت په اړه اړوندو امنيتي ارګانونو شاوخوا يوه مياشت مخکې يو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي و، چې د هېواد په کچه له ٦٨٤٥ د رايې ورکولو له مرکزونو څخه  په ١١ ولايتونو کې د ٤١٤ مرکزونو امنيت نه شي ټينګولاى. 

فراه، بادغېس، غور ، هلمند، بدخشان، سرپل، پروان، کاپيسا، نورستان ، کونړ او لغمان په يادو ولايتونو کې شامل دي.  

دا په داسې حال کې ده ، چې په ځينو نورو ولايتونو کې هم داسې ولسوالۍ شته ، چې که امنيت حالت بدلون ونه مومې ،  هتله د ټاکنو تر سره کېدل شوني نه دي.

د کورنيو چارو وزير د مرغومې په ٢٩ مه ويلي، چې د امنيتي ګواښونو کچه ټيټه شوې او امنيتي ځواکونه هڅې کوي، چې د ټاکنو تر ورځې د رايې ورکولو مرکزونه تر امنيتي پوښښ لاندې راولي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦ مه تر سره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.