ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د فارياب په ځينو سيمو کې ناامني، د ټاکنيزو مبارزو پر وړاندې خنډ دى”

“د فارياب په ځينو سيمو کې ناامني، د ټاکنيزو مبارزو پر وړاندې خنډ دى”

author avatar
9 Feb 2014 - 17:14
“د فارياب په ځينو سيمو کې ناامني، د ټاکنيزو مبارزو پر وړاندې خنډ دى”
author avatar
9 Feb 2014 - 17:14

ميمنه (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): په فارياب ولايت کې د ولسمشرۍ کانديدانو د کمپاين ځينو غړو،د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د نا امنۍ له امله اندېښنه څرګنده کړې او د ټاکنيزو مبارزو پر وړاندې يې خنډ بللې ده.

په فارياب کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو مبارزو د دفتر مشر رحمت الله ترکستاني وايي، چې نا امني د فارياب په ځينو برخو کې د اندېښنې وړ ده او سيمه ييز چارواکي يې بايد امنيت خوندي کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د المار ولسوالۍ له مرکز پرته نورې ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې دي او په دغو سيمو کې د ټاکنيزو کمپاينونو يو مرکز هم نه شي پرانيستل کېدلى.

د ترکستاني په ادعا، د غورماچ ولسوالۍ ٨٠ سلنه سيمې او دغه راز د قيصار ولسوالۍ ډېرى برخې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او تر دې، چې د فارياب مرکز ميمنې ښار سره په نږدې ولسواليو کې هم ناامنۍ پراختيا موندلې ده.

 د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو مبارزو د دفتر مشر، د يوه ساختماني شرکت د مشر او د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو تښتونه د نا امنيو يوه بېلګه وبلله او ويې ويل: ” په دغه ډول حالاتو کې په نا امنو سيمو کې کمپاين نه شو کولى، د دغو سيمو امنيت بايد ټينګ شي.”

 سږ کال منى د ټاکنو کمېسيون څلور غړي، چې المار ولسوالۍ ته د تلو په حال کې وو، د وسله والو مخالفينو له لوري وتښتول شول او بيا وروسته پرېښودل شول او له همدې امله په المار ولسوالۍ کې چا د رايې ورکونې کارتونه نه دي اخيستي.

 

دغه راز تېره مياشت د ټاکنو کارکوونکي، چې پشتونکوټ ولسوالۍ ته د تلو په حال کې وو، په لاره کې يې د موټر پر وړاندې د ماين چاودنه وشوه، چې چاته يې مرګ ژوبله وانه ړوله، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه ډول پېښې د اندېښنې وړ بللې وې.

 د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې تر دې مهاله يواځې ګل اغا شيرزي او اشرف غني احمدزي خپل ټاکنيز مرکزونه پرانيستي دي.

 د ګل اغا شيرزي د دفتر مسوول محمد صالح زارع وايي، چې په پښتونکوټ او ګرزيوان ولسواليو کې هم امنيتي ستونزې شته دي او که په هره بڼه وي، نو د دغو سيمو امنيت بايد خوندي شي،  تر څو دوى په اسانه سره خپل کمپاينونه پر مخ يوسي او خلک هم د رايې ورکونې پر مهال له کومو ستونزو سره مخ نه شي.

 زارع وويل، چې دوى د امنيتي ستونزو له امله ځينو ولسواليو ته نشي تللى، خو په دې وروستۍ اونۍ کې، چې خپل کمپاينونه يې پر مخ وړي، نو په مېمنه ښار او اندوخوى، شيرين تګاب، دولت اباد ولسواليو کې له کومو ستونزو سره نه دي مخ شوي.

 د ټاکنو کمېسيون وايي، چې په دې ولايت کې تر دې مهاله د شل سلنه ښځو په ګډون له سل زرو کسانو څخه ډېرو د رايې ورکونې کارتونه تر لاسه کړي دي.

 په فارياب کې د ټاکنو کمېسيون مشر سيد معصوم، د ټاکنيزو کمپاين کوونکو اندېښنې تر يوه بريده پر خپل ځاى بولي او وايي، چې په دې ولايت کې شل ټاکنيز مرکزونه تر امنيتي ګواښ لاندې دي، خو امنيتي چارواکو ډاډ ورکړى، چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل کړي.

 د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، چې تر ټيټ ګواښ لاندې د ځينو سيمو امنيت به ډېر ژر خوندي شي.

 خو نوموړي وويل: ” کمپاين کوونکي بايد ٤٨ ساعته وړاندې امنيتي ځواکونه خبر کړي، تر څو دوى ته د ښه امنيت زمينه برابره کړو.”

 د جمهوري رياست د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣ مه پيل شوي او ټاکل شوې، چې د ولايتي شورا د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې د کب په ١٣ مه پيل شي او دواړه مبارزې به د ټاکنو له تر سره کېدو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.