ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان څارنوالۍ د رييس پر ضد لاريون وشو

د بغلان څارنوالۍ د رييس پر ضد لاريون وشو

author avatar
10 Feb 2014 - 14:38
د بغلان څارنوالۍ د رييس پر ضد لاريون وشو
author avatar
10 Feb 2014 - 14:38

پلخمري (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): په بغلان کې په سلګونو تنو د دغه ولايت د  ولايتي شورا د يوه غړي د نيولو په غبرګون کې لاريون وکړ او ولايتي شورا هم خپل دفتر له همدې امله وتاړه.

معترضانو نن سهار د څارنوالۍ رياست پر وړاندې لاريون وکړ او د څارنوالۍ پر لور غځېدلى سړک يې د ټايرونو په سوځولو  بند کړ.

لاريون کوونکو د څارنوالۍ د رييس پر ضد شعارونه ورکول او د ولايتي شورا له غړي جهانګير جوان څخه يې د ملاتړ نارې وهلې.

دوى ويل ، چې جوان په غيرقانوني ډول نيول شوى او بايد خوشې شي.

د لاريون يوه ګډونوال محمدجواد  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا دغه غړي، د بغلان محکمې د جزا دېوان له رييس سره د پلخمري ښار په تپه فرحت سيمه کې د عمومي سړک څنګ ته پر يوه نومره ځمکه اختلاف درلود.

هغه ادعا کوي، چې د جزا دېوان رييس د ښاروالۍ له خوا توزيع شوې دوه بسوې ځمکه چې د ولايتي شورا په غړي پورې اړوند وه، له خپلې نومرې سره يو ځاى کړې او د خپل صلاحيت له مخې يې د ولايتي شورا غړى د څارنوالۍ له لارې نيولى دى.

معترضين وايي، تر څو چې د څارنوالۍ رييس لرې نه شي او د ولايتي شورا غړى نه وي خوشې شوى، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د بغلان د ولايتي شورا سرپرست اسدالله شهباز چې د لاريون کوونکو ملتيا يې کوله وويل، چې د ولايتي شورا دفتر يې  د دې شورا د يوه غړي د نيولو په اعتراض کې تړلى دى.

هغه زياته کړه، چې د ولايتي شورا دفتر به د دې شورا د غړي تر خوشې کولو پورې تړلى وي.

شهباز زياته کړه، ده د څارنوالۍ رييس ته ويلي، چې د دې شورا د غړي د نيولو په اړه دې خلکو ته ځواب ورکړي، خو که چېرې ورسره موجه دلايل نه وي، نو بايد خوشې يې کړي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صادق مرادي وويل، چې د ولايتي شورا غړى جهانګير جوان تېره شپه د څارنوالۍ له خوا ونيول شو، خو پوليس او ولايتي شورا له څارنوالۍ او ولايت مقام سره په اړيکه کې دي، چې دى خوشې کړي.

خو جهانګير جوان له درې ساعته لاريون وروسته خوشې شو او د لاريون کوونکو پر وړاندې يې وويل، چې د ده پر وړاندې دسيسه جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د څارنوالۍ رييس وسيله ګرځېدلى او د خپل صلاحيت په کارولو يې دى په ناقانونه ډول نيولى و، چې بايد لرې شي او د خپلې دې کړنې ځواب ووايي.

د ده له خوشې کېدو وروسته معترضينو خپل لاريون پاى ته ورساوه.

ونه توانېدو، چې د بغلان د څارنوالۍ رييس دين محمد قريشي نظر واخلو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.