کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د غوښتنې پر مهال د راتلونکي کال په ټاکنو کې د افغان کډوالو د ګډون لپاره د زمينې برابرولو مرسته کولى شي.
د دغه وزارت وياند شکيب مستغني، نن د سلواغې په ٢١مه، کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه وزارت د رڼو ټاکنو د تر سره کولو لپاره، د دوى په لاس کې شته امکانات نه سپموي.
مستغني وويل: “د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې برخه کې پوره چمتووالى لري او يو ځل بيا په دې ټينګار کوي، چې د امکاناتو تر حده، د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره مرسته کوي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون څو مياشتې وړاندې ويلي، چې د بوديجې د نه شتون له امله په ټاکنو کې افغان کډوالو ته د ګډون زمينه نه شي برابرولى.
د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال شاوخوا شپږ ميليونه افغانان په ٧٣ هېوادونو کې ژوند کوي، چې ډېرى يې په ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران کې استوګنه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن