کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د کابل ولايت د ځينو ښوونځيو د روان او تېرو کلونو د دوولسمو ټولګيو فارغانو د کانکور ازموينه به د سلواغې په ٢٧مه واخيستل شي.
د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو رياست مرستيال اخترمحمد عبير پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې په دې ازموينه کې د استاد مصباح، ناهيد شهيد، سردار کابلي، ازاد خان، قابلباى، حاجي عبدالقدير، سوريا، بي بي ساره، محراب الدين، اسماعيل حسن زى، محمد انور بسمل او زينب کبرا ښوونځيو د روان او تېرو کلونو د دوولسم ټولګيو له لسو زرو څخه ډېر زده کوونکي برخه واخلي.
هغه وويل، چې د دغو ښوونځيو د دوولسم صنف فارغينو لپاره په کانکور ازموينه کې د ګډون کارتونو وېش (د سلواغې ٢٢مه) په خپلو ښوونځيو کې پيلېږي.
د نوموړي په وينا، د يادو ښوونځيو د زده کوونکو ازموينه په کابل،د کابل په طبي، پولي تکنيک او د استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتونونو کې اخيستل کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په کابل کې د کانکور ازموينې د نورو پاتې څلوېښت زره زده کوونکو ازموينه به تر راتلونکو دوه اونيو پورې واخيستل شي.
هغه د ازموينې له ګډونوالو وغوښتل، چې په ازموينه کې د ګډون پر مهال بايد د وسلې، موبايلونو او مخابرو له راوړلو ډډه وکړي.
سرچينې وويل، سرغړوونکي به له ازموينې بهر او امنيتي ارګانونو ته به يې ور وپېژني.
دغه راز عبير وويل، چې د ازموينې ټول ګډونوال بايد خپله تذکره، خودکار قلم او يا تور توش له ځانه سره ولري.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، د پروان ولايت د کانکور ازموينه نن اخيستل کېږي او له کابل، بلخ او هرات ولايتونو پرته، په نورو ډېرو ولايتونو کې د کانکور ازموينه اخيستل شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې تر دې مهاله د ټولو ٢٥٠ زره ګډونوالو له ډلې، ١٥٠ زره زده کوونکو په کانکور ازموينه کې ګډون کړى دى.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د کانکور ازموينې له ټولو ګډونوالو يې ٥٧ زره تنه د لوړو زده کړو موسسو او ٦٠ زره تنه به د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته ور وپېژني.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن