ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى ترکيې ته روان شو

حامد کرزى ترکيې ته روان شو

author avatar
11 Feb 2014 - 15:21
حامد کرزى ترکيې ته روان شو
author avatar
11 Feb 2014 - 15:21

 کابل(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٢): ولسمشر کرزى د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان، پاکستان او ترکيې په درې ورځنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د ترکيې پلازمېنې انقرې ته روان شو.

د ولسمشرۍ رياست مرستيال وياند فايق واحدي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حامد کرزى به په دې درې ورځني سفر کې په درې اړخيزه غونډه کې له ګډون پرته، له خپل ترکي سيال عبدالله ګل او لومړي وزير رجب طيب اردوغان سره د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا خبرې وکړي.

 واحدي زياته کړه، چې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثمانى، د دفاع وزير بسم الله محمدي، دسولې عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفتر سپنتا، د نړيوالو چارو سلاکار يحيى معروفي،  د دفتر رييس عبدالکريم خرم، د ملي امنيت عمومي رييس رحمت الله نبيل، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس معصوم ستانکزى او د ولسمشرۍ رياست وياند ايمل فيضي هم په دې سفر کې له ولسمشر سره ملتيا کوي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان، ترکيې او پاکستان درې اړخيزه اتمه غونډه کې ددې هېوادونو د درې اړخيزه سياسي، اقتصادي او فرهنګي  همکاريو پر پياوړتيا بحث او خبرې وشي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.