ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بره کي برک پاڅونوال له حکومته مرسته غواړي

د بره کي برک پاڅونوال له حکومته مرسته غواړي

author avatar
12 Feb 2014 - 14:21
د بره کي برک پاڅونوال له حکومته مرسته غواړي
author avatar
12 Feb 2014 - 14:21

ګردېز (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ پاڅون کوونکي له وسله والو طالبانو سره د مبارزې لپاره له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

پاڅون کوونکو له دولت څخه وغوښتل، چې له دوى سره دې د وسلو، مهماتو او نغدي مرستو تر څنګ داسې همکاري وکړي، چې وسله وال طالبان پر پاڅون کوونکو بريالي نه شي.

د وسله والو طالبانو پر ضد دغه پاڅون درې ورځې مخکې د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن په سيمه کې د زرګونه کورنيو له خوا پيل شو.

د پاڅون کوونکو مشر حاجي عبدالخليل د سلواغې په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت بايد له دوى سره د مالي مرستې تر څنګ داسې مرسته وکړي، چې په دې ولسوالۍ کې شته وسله وال له سيمې وباسي.

عبدالخليل وايي: ((موږ په نورو سيمو کې وليدل، چې پاڅون کوونکي د دولت د نه همکارۍ له امله د وسله والو طالبانو تر بريدونو او تهديدونو لاندې راغلل او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول.))

هغه وايي، تر اوسه ورسره د حکومت له لوري د يوې اندازې وسلو مرسته شوې ده او په راتلونکو کې بايد نوره مرسته هم وکړي.

پاڅون کونکي دا هم وايي، که چېرې د دوی دغه پاڅون بريالى شي، نو هغه لارې چې اوسمهال وسله وال طالبان پرې تګ راتګ کوي د هغوى پر مخ وتړل شي او فعاليتونه به يې تر ډېره کم شي.

يوه پاڅون کوونکي سلطان محمد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د پاڅون له امله وسله وال طالبان نه شي کولاى د څرخ ولسوالۍ، ميدان تنګي او نورو سيمو ته تګ راتګ وکړي.

نوموړى وايي: ((پخوا دې سيمې ته وسله والو طالبانو له نور ځايونو خلک راوستل، دلته به يې د بنديانو په ډول ساتل او ډېر ځله به يې دغلته خلک هم وژل ، خو اوس وسله وال طالبان دغه کار نه شي کولای.))

د بره کي برک ولسوال محمدامين رحيم د پاڅون کوونکو دغه هڅه ستايي او زياتوي ، چې له هغوى سره به هر ډول مرستې وکړي.

نوموړی وايي: ((اوس مهال له پاڅون کوونکو سره د پنځوس ميله سپکې او درنې وسلې مرسته شوې ده او وروسته به د دوی له غوښتنو سره سم مرستې وشي.))

ولسوال وايي، دا ډول پاڅونونه له دولت سره د امنيت په راوستلو کې ډېره مرسته کوي او په مقابل کې به حکومت هم د دوی په سيمه کې د بيارغونې چارې ترسره کړي.

 خو وسله وال طالبان دغه ډول پاڅونونه د دولت تبليغات بولي او وايي، چې حکومت په دغه کار سره غواړي سيمه ييز پوليس فعال کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و، په کومو سيمو کې چې دولت غواړي سيمه ييز پوليس (اربکي) وګوماري، نو لومړى هلته د پاڅون اوازې خپروي.

يا ده دې وي، تېر کال هم د لوګر د مرکز پل علم د کلنګار په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون شوی و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.