لښکرګاه-ترينکوت (پژواك ۲۴ سلواغه ۹۲): د هلمند او اروزګان ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې اوه وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د امينه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ نښته تېره شپه د مارجې ولسوالۍ اړوند په ترخه
ناور سيمه كې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، په دې نښته كې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
چوپان وويل، چې په دې جګړه كې د وسله والو يو مړى او يو ميل كلاشينكوف پوليسو ترلاسه كړي دي.
هغه وايي، چې په دې نښته كې دوه پوليس هم سرسري ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ګرشك ولسوالۍ په سمينار مانده سيمه كې وسله والو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى، چې په ترڅ كې يې دوه ملي پوليس وژل شوي دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف د ترخه نارو په جګړه كې د پنځه سيمه ييزو پوليسو او د واشېر په سنګيلان سيمه كې د شپږو دولتي سرتېرو د وژلو ادعا كړې، خو دولتي چارواكي يې نه مني.
ديوه بل خبر له مخې په اروزګان ولايت کې دوه تنه وسلوال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د ارزګان ولايت د مقام له دفتر څخه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغو دوو تنو تېر شپه په يادې ولسوالۍ کې د يوه پله لاندې ماين ښخولو چې چاودنه پرې وشوه.
سرچينه وايي، په پيښه د وژل شوو دغو ماين ښخوونکو جسدونه يې د هراوت ولسوالۍ په يوه جومات کې ايښي، چې خپل خپلوانو ته وروسپاري.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن