لومړى تعقيب – کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنې و شوه.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د سلواغې په ٢٤مه، د ماخوستن په شاوخوا شپږ نيمو بجو د پنځمې حوزې اړوند د نواباد په سيمه کې يو ماين چاودلى دى.
ده زياته کړه، په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، يواځې د څو کورونو ښيښې ماتې شوې دي.
د هغه په وينا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي مسوول محمد فاروق منګل پژواک ته وويل، چې ياده چاودنه د يوه جنرال چې تاج الدين نومېږي، کور ته څېرمه رامنځ ته شوې ده، خو تلفات نه لري.
په سيمه کې يوه عيني شاهد عبدالجبار بيا وايي، چې له چاودنې وروسته د ډزو اوازونه هم واورېدل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن