ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترينکوټ کې د وسلو او مهماتو ډيپو کشف شوه

ترينکوټ کې د وسلو او مهماتو ډيپو کشف شوه

author avatar
14 Feb 2014 - 14:22
ترينکوټ کې د وسلو او مهماتو ډيپو کشف شوه
author avatar
14 Feb 2014 - 14:22

ترينکوت (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢): د اروزګان امنيتي چارواکې وايي، چې پوليسو په دغه ولايت کې د وسلو او مهماتو ډيپو کشف کړې ده.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال مطیع الله د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چي د دوی پولیسو د مرکز ترینکوټ اړوند د مهراباد په سیمه کي د وسلو او مهماتو یوه لويه ډیپو چي سپکې او درنې وسلې په کې وې، کشف کړې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې ډيپو کې لسګونه د راکټ مرمۍ، یو میل راکټ انداز، یو میل پیکا ماشيندار، د وسایطو ضد ۲۰ کړۍ ماینونه، د پیکا زرګونه مرمۍ، لسګونه لاسي بمونه، بېلابېل ډوله دوربینونه او نور ډېر داسي توکي شامل وو چي تر ډېره چا نه پیژندل.

 نوموړې زياته کړه، چې د دغه لوی ډیپو په تړاو یې لا تر اوسه څوک نه دي نیولي.

د هغه په وينا ، د دغه ولایت له ملي پولیسو سره د ولسي خلګو همکاري د دې لامل شوې چي ملي پولیس په خپلو دندو کي بریالي وي.

د مهر اباد په سیمه کې د پولیسو ځايي مسوول قوماندان شاه محمد وویل، چې دغه ډیپو یې تر ډېرو هڅو وروسته موندلې ده.

نوموړی وايي، چي دوی اوس تر پخوا ډېر پیاوړي شوي او په خپلو دندو کي مسلکیتوب ته ډېره پاملرنه کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.