ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي په کندهار کې د کرنې او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانيست

ولسمشر کرزي په کندهار کې د کرنې او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانيست

author avatar
15 Feb 2014 - 16:01
ولسمشر کرزي په کندهار کې د کرنې او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانيست
author avatar
15 Feb 2014 - 16:01

کندهار ( پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي کندهار ولايت ته سفر وکړ او دغلته يې د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانيست.

د سلواغې په ٢٦مه، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد، د هېواد يو شمېر وزيرانو او نورو لوړ پوړو چاواکو ملتيا کوله.

د پوهنتون د پرانيستې په مراسمو کې ولسمشر حامد کرزي وويل، چې په کندهار کې د دغه پوهنتون د جوړېدو ژمنه د هند لومړي وزير من موهن سنګهـ درې کاله مخکې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې وه.

هغه دغه پوهنتون د کرنې او ټکنالوجۍ په برخه کې د هېواد په کچه لومړى او تر ټولو مهم پوهنتون ياد کړ او ويې ويل، چې محصلين به پکې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې  کوي.

ولسمشر له افغانستان سره د هندوستان  مرستې وستايلې او ويې ويل، چې دغه هېواد د ګڼو نورو برخو تر څنګ په تعليمي برخه کې له افغانانو سره مرستې کړې دي.

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هم د دغه پوهنتون جوړول د افغانستان د پرمختګ لپاره يو مهم ګام وګاڼه.

هغه وويل، هېواد يې په تعليمي برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړه، همدا اوس د ٢ زره په شاوخوا کې افغان محصلين د هندوستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده کړې کوي او دغه لړۍ به روانه وي.

خورشيد وويل، چې د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ په ملي پوهنتون کې به کورني او بهرني ښوونکي د ماسټرۍ تر کچې پورې محصلينو ته زده کړې ورکوي او له دې سره به د دې هېواد کرنه ډېر زيات پرمختګ وکړي.

د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د هېواد په کچه لوى پوهنتون دى ، چې بشپړ تاسيسات يې د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.

که څه هم د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې لا نه دي پيل شوې، خو چارواکي وايي، تر هغه چې تر راتلونکو دوو يا درېيو کلونو د دغه پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي، اوسمهال به يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کړي، چې د کاناډا هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.