ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خان اباد کې ځانمرګي بريد دوه تنه ووژل او ٨  نور يې ټپيان کړل

په خان اباد کې ځانمرګي بريد دوه تنه ووژل او ٨ نور يې ټپيان کړل

author avatar
15 Feb 2014 - 11:42
په خان اباد کې ځانمرګي بريد دوه تنه ووژل او ٨  نور يې ټپيان کړل
author avatar
15 Feb 2014 - 11:42

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او  ٦ نور ټپيان دي.

 دکندوز ولايت  دامنيت آمر سمونوال عبادالله تلوار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په خان اباد ولسوالۍ کې ديوه ځانمرکي بريد په ترڅ کې دو ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، د چاودنې پر مهال يو سراچه موټر، چې ٨ ملکي وګړي په کې سپاره وو، دپېښې له ځايه د تېرېدو په حال کې وه.

د دغه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د سلواغې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د خان اباد ولسوالۍ د محب الله پول په سميه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې پر موټرسايکل سپاره ځانمرګي بريد کوونکي په سيمه کې د پوليسو له يوه رېنجر موټر سره نږدې ځانته چاودنه ورکړه ده.

د نوموړي د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او اته نور ټپيان شوي دي.

حسيني وايي ، چې ټپيان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د يو شمېر روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

امنيه قوماندان وويل، چې په دې بريد کې د پوليسو رېنجر موټر لږ زيانمن شوى، خو پوليسو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.