ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو شپږو مياشتو په ترافيکي پېښو کې ۲زره افغانان مړه شوي

د تېرو شپږو مياشتو په ترافيکي پېښو کې ۲زره افغانان مړه شوي

author avatar
17 Feb 2014 - 18:11
د تېرو شپږو مياشتو په ترافيکي پېښو کې ۲زره افغانان مړه شوي
author avatar
17 Feb 2014 - 18:11

مزارشريف (پژواک ٢٨ سلواغه ۹۲): په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا د ترافيکي پېښو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې د لاملونو د څرګندولو په موخه څېړنې پيل کړې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له خوا تر دې دمه شوو څېړنو په ډاګه کړې، چې په تېرو شپږو مياشتو کې ۲زره افغانان په ترافيکو پېښو کې مړه شوي دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۲۸مه د شمال زون د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د ترافيکي پېښو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې د لاملونو د څرګندونې په موخه غونډه پيل شوه، چې په کې د فوايد عامې رياست مسوولينو، د ترافيک مسوولينو، د مدني ټولنو غړو او د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولينو برخه اخيستې وه.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنرې حوا عالم نورستانۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی هڅه کوي، چې د ورته څېړنو له لارې د ترافيکي پېښو بنسټيز لاملونه په ډاګه او د حل لارې چارې يې په ګوته کړي.

نوموړې زياته کړه، دغه څېړنه د ټول هېواد په کچه ده، چې پنځه مياشتې وخت به ونيسي.

د هغې په وينا، لا هم د دوی څېړنې نيمګړې دي، خو د څېړنو په ترڅ کې ورته دا په ډاګه شوې، چې په تېرو شپږو مياشتو کې په ټول افغانستان کې دوه زره افغانانو د ترافيکي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

نورستانۍ وويل، چې تر دې دمه شوو څېړنو په ډاګه کړې، چې د ترافيکو پېښو ځيني لاملونه يو طرفه سړکونه، د موټر چلوونکو نامسلکيتوب او بې احتياطي ده.

خو د بلخ ولايت د ترافيکو مسوولين وايي، د دوی د ښه کار او کړو تبليغاتو له امله په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله سږ کال په ترافيکي پېښو کې ۵۰ سلنه کموالى راغلی دی.

د بلخ ولايت د ترافيکو رياست د پېښو امر څارمن زلمي پژواک ته وويل، چې د تېر کال په پرتله په بلخ ولايت کې ترافيکي پېښې کمې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې تېر کال يې ۵۷۰ پېښې لرلې، خو سږ کال ۲۱۱ پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د سږني کال په ۲۱۱ پېښو کې ۲۰ کسان مړه شوي او ۲۸۱ ټپيان دي، چې ښځې، ماشومان او سړي په کې شامل دي.

د هغه په وينا، د ترافيکو رياست د ستړي کار او کړو تبليغاتو له لارې د ترافيکي پېښو په کچه کې کمښت راغلی دی.

زلمي وويل، چې د ترافيکي پېښو بنسټيز لاملونه د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړندى تګ دى.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنرې نورستانۍ وويل، چې درې مياشتې وړاندې يې په ټول هېواد کې د ترافيکي پېښو په اړه څېړنه پيل کړې، چې د هېواد ځيني زونونو ته يې سفرونه کړي او ځيني يې لا هم پاتې دي.

نوموړې زياته کړه، دغه څېړنه د هېواد له مرکزي زون سربېره په هرات او ننګرهار کې بشپړه شوې، چې د شمال زون له څېړنې وروسته به دوی کندهار ته سفر وکړي.

د هغې په خبره، د څېړنې له بشپړاوي سره سم به دغه څېړنه د رسنيو له لارې خپره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.