ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې پر يوه غړي د بريد مخنيوى وشو

د ولسي جرګې پر يوه غړي د بريد مخنيوى وشو

author avatar
17 Feb 2014 - 15:58
د ولسي جرګې پر يوه غړي د بريد مخنيوى وشو
author avatar
17 Feb 2014 - 15:58

کابل-تالقان (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٢): په ولسي جرګه کې د غور ولايت پر استازي کرام الدين رضازاده باندې د يوه بريد مخنيوى وشو او په تخار ولايت کې د ملي امنيت يو کار کوونکى ووژل شو.

د ملي امنيت لوى رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ولسي جرګې نوموړى وکيل د ژمنيو رخصتيو د تېرولو په موخه، له خپلو موکلينو سره د ليدلو لپاره د غور مرکز چغچران ښار ته تللى و او وسله والو مخالفينو هوډ درلود چې نوموړي ته د يوه ريموټ کنټرول ماين په وسيله چاودنه ورکړي.

خو سرچينې ويلي، چې د ملي امنيت لوى رياست موظفينو د محب الله په نوم د دغه بريد پلانوونکى، چې د چغچران ښار اصلي اوسېدونکى دى، خپلې موخې ته تر رسېدلو وړاندې له يوه کړۍ ماين سره يو ځاى نيولى دى.

د سرچينې په وينا، کرام الدين رضازاده د غور له قومي مشرانو حاجي عبدالرحمن، رضا او ملا محمود سره يو ځاى پر لارې و،  چې د ماين د کشف کېدو پر مهال پر دوى باندې د بريد مخه ونيول شوه.

د ملي امنيت لوى رياست ويلي، چې نيول شوي کس د خپلو لومړنيو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړى او قضيه د لا ډېرو معلوماتو په موخه تر څېړنو لاندې ده.

بلخوا په تخار ولايت کې د ملي امنيت رياست يو کارکوونکى وژل شوى دى.

د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالخليل اسير پژواک ته وويل، ياد کارکوونکى شيرين نومېده او نن سهار د تخار مرکز تالقانو ښار په لومړۍ ناحيه کې وژل شوى دى.

اسير زياته کړه، چې نوموړى د قدير په نوم له يوه ملګري سره حمام ته په لاره و، چې په لاره کې يې لفظي شخړه کړې او قدير د ده کلاشينکوف اخيستى او په ډزو سره يې وژلى دى.

د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول زياته کړه، چې پر نوموړي بريد کوونکى يو کوڅه ډبى دى، چې د پوليسو له لوري نيول شوې او د ياد کس د وژنې په اړه ترې څېړنې روانې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.