ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ پوليس ټپيان شول

شپږ پوليس ټپيان شول

author avatar
17 Feb 2014 - 18:02
شپږ پوليس ټپيان شول
author avatar
17 Feb 2014 - 18:02

فراه ( پژواک ٢٨ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب وژل شوى، دوه طالبان نور نيول شوي او شپږ پوليس ټپيان دي .

د فراه د والي وياند فواد عسکري،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې وسله والو مخالفينو د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

ده وويل، چې تر بريد وروسته څلور ساعته نښته رامنځته شوه، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله واوښته. 

د ده د معلوماتو له مخې،  ټپي شوي پوليس د فراه ولايتي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

عسکري وويل، چې نيول شوي دوه طالبان د پلټنو په موخه له بالابلوک څخه د فراه مرکز ته لېږدول شوي دي .

وسله والو طالبانو د يادې نښتې  په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.