پلخمري، ميمنه (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٢): د ټاکنيز مبارزو له پيل دوه اونۍ وروسته، په بغلان ولايت کې د لومړي ځل لپاره د راتلونکو ولسمشرۍ د يوه کانديد په ملاتړ غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه نن د مرکزي بغلان ولسوالۍ په صنعتي بغلان کې، د شاوخوا پنځه سوه کسانو په ګډون د زلمي رسول په ملاتړ تر سره شوه.
د زلمي رسول د کمپاين مسوول او پخواني جهادي قوماندان سيدمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې غونډې ټولو ګډونوالو د جمهوري رياست د ياد کانديد له پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړى.
هغه زياته کړه، چى دوى په مرکزي بغلان کې هم د ټاکنيزو مبارزو دفتر پرانيستى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د زلمي رسول، قيوم کرزي، اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او استاد سياف د ټاکنيزو سياليو دفترونه د دغه ولايت په مرکز پلخمري ښار کې پرانيستل شوي، خو په ولسواليو کې کوم دفتر نه و پرانيستل شوى، چى دا په مرکزي بغلان ولسوالۍ لومړنى دفتر دى.
دغه راز تر دې مهاله د جمهوري رياست کوم کانديد دغه ولايت ته سفر نه دى کړى.
حاجي ببرک، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ځان د کوچيانو استازى بولي، وايي چى د زلمي رسول پروګرامونه د منلو وړ دي او دوى هم ور څخه ملاتړ کوي.
هغه ادعا وکړه: “موږ په ټولو شرطونو برابرې پنځه اتيازره کوچۍ کورنۍ يو او په راتلونکو ټاکنو کې به خپله رايه زلمي رسول ته ورکړو.”
د جمهوري رياست ټاکنيزې مبارزې د سلواغې په ١٣مه پيل شوې او ټاکل شوې د ټاکنو له تر سره کېدو (١٣٩٣ کال د وري ١٦ مه) څخه دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.
په ورته وخت کې د فارياب ولايت په مرکز د ميمنې ښار “کارته جنرال دوستم جامع جومات” کې شاوخوا زرو کسانو نن د جمهوري رياست له بل کانديد اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او وروسته له جومات څخه د فارياب پوهنتون تر مخې پورې پلي لاړل.
د جنرال دوستم په مشرۍ د اسلامي ملي جنبش د ولايتي شورا مشر عبدالمحمد فيضي، په دې لاريون کې چې ځينې پر اسونو سپاره کسان په کې هم تر سترګو کېدل، وويل، د فارياب خلکو په ناامنۍ کې ژوند تېر کړى، اقتصادي وضعيت يې خراب دى او ښوونيزې موسسې هم په کې مخ په ځوړ دي، خو د اشرف غني احمدزي د بدلون او تداوم ټيم، خلک له دغه بد حالته ايستلى شي.
د فارياب يوه شاعر محمدالله نوري د يوه شعر په ويلو سره د بدلون او تداوم له ټيم څخه خپل ملاتړ وښود او ويې ويل، چې اشرف غني احمدزى هېواد د پرمختګ پر لوري بېولى شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن