مزارشريف (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، چې له زورواکو يې د دغه رياست شل کاله پخوانی غصب شوی ملکيت بېرته ترلاسه کړى دى.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق د سلواغې په ۳۰مه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په اويايمه لسيزه کې د بلخ ولايت د ځينو دولتي ادارو ملکيتونه د ځينو خلکو له خوا غصب شوي وو، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ځيني ملکيتونه هم په کې شامل وو.
نوموړي زياته کړه، چې دوی تېره ورځ رسماً د اطلاعات او فرهنګ رياست د رييس کور، چې د زورواکو له خوا غصب شوی و، بېرته ترلاسه کړ.
د هغه په وينا، دغه کور ۱۴۵۵ متره مربع مساحت لري، چې د مزارشريف ښار د مامورينو کارتې په اويستا کوڅه کې موقعيت لري.
خليق وويل، زوراکو داسې جعلي اسناد برابر کړي، چې ګواکې دغه کور هغه مهال د دولت له خوا پر دوی په قانوني توګه پلورل شوى و.
نوموړي په دې برخه کې د بلخ ولايت مقام او د محکمې له رياست څخه مننه وکړه، چې مرسته يې ورسره کړې ده.
د هغه په وينا، دوی هڅې پيل کړې، چې په مزارشريف کې د دغه رياست ځيني نور ملکيتونه، چې لا هم د غاصبينو تر ولکې لاندې دي، بېرته ترلاسه کړي.
خليق وويل، چې د مزارشريف ښار په بيهقي کوڅه کې اريانا مارکېټ جوړ شوی، چې په کې ۱۳۰۰ متره مربع ځمکه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ده، غصب شوې ده.
همداراز بيهقي کوڅې ته څېرمه څلور دوکانونه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ملکيت دی غصب شوي دي، چې د بېرته ترلاسه کولو هڅې يې روانې دي.
د يادونې ده، په افغانستان کې د غصب موضوع ډېره جدي ده او د رسمي ارقامو له مخې په تېرو لسو کلونو کې سلګونه زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن