ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ له دوو کانديدانو په کندوز او تخار کې ملاتړ  وشو

د ولسمشرۍ له دوو کانديدانو په کندوز او تخار کې ملاتړ وشو

author avatar
19 Feb 2014 - 17:35
د ولسمشرۍ له دوو کانديدانو په کندوز او تخار کې ملاتړ  وشو
author avatar
19 Feb 2014 - 17:35

 کندوز-تالقان (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د ټاکنيزو مبارزو له پيل وروسته د دوه اونيو په تېرېدو سره د لومړي ځل لپاره په کندوز او تخار ولايتونو کې د جمهوري رياست د دوو کانديدانو په ملاتړ غونډې او لاريونونه وشول.

 په دغو غونډو او لاريونونو کې سلګونو کسانو، چې نن د اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ په کندوز ښار او د تخار په مرکز تالقانو ښار کې تر سره شوې، ګډون کړى وو.

 په کندوز کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي يوه کمپاين کوونکي ميرويس زاخېل وويل، له خلکو سره تر مشورو وروسته د زاخېلو بېلابېلو قومونو د ولسمشرۍ له دغه کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

 هغه زياته کړه: ” که چېرې احمدزى بريالى شي، نو موږ ترې د جنګ ختمولو غوښتنه کوو، له خپل علم او تجربو دې ګټه پورته کړي او د خلکو د اقتصاد په پرمختيا کې دې هڅه وکړي.”

 د زاخېلو قوم استازي حاجي ملک هم وويل، اشرف احمدزى يې له دې امله ټاکلى، چې نوموړي تحصيل کړى،له ډېرې تجربې برخمن دى او د خلکو ستونزو ته لاسرسى کولى شي.

 ورته مهال په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنيز دفتر کې له نوموړي څخه د ملاتړ اعلان وشو او د دغه کانديد يوه استازي حميد الله رسولي وويل: ” ډاکټر عبدالله په کندوز کې ډېر ملاتړ کوونکي لري او د هغې ځانګړتيا له مخې، چى دى يې لري ، نو خلک په ډېر جوش سره ټاکنيز دفتر ته  له نوموړي څخه د ملاتړ په موخه راځي.”

 د امام صاحب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد عبدالودود صمدي وويل، چې دوى د ډاکټر عبدالله د برياليتوب پر مهال له نوموړي غواړي، چې د تحصيل کړيو ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره کړي او هېواد له اوسني سخت حالت څخه را وباسي.

 د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې هم نن د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه او لاريون تر سره سره شو.

 ګل نظر، چې په تالقانو ښار کې يې د ياد کانديد عکس له ځانه سره لېږداوه، وويل: ” موږ دلته له ډاکټر اشرف غني او د هغه له مرستيال دوستم څخه د ملاتړ په موخه راغونډ شوي يو او له دوى دواړو څخه خپل ملاتړ اعلانوو.”

د هغه په ادعا، جنرال دوستم په تخار کې ډېر ملاتړ کوونکي لري او په دغه ولايت کې به اشرف غني احمدزى ډېرې رايې خپلې کړي.

 له بلې خوا د تخار ولايت د عربو د انسجام شورا سلګونو غړو له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

د تخار د عربو قومونو استازي مولوي علي احمد قدير زاده وويل، چې دوى د ډاکټر عبدالله عبدالله له کانديدۍ ځکه ملاتړ کوي، چې د ملي ګټو، ټولنيز عدالت ساتلو او د قومونو تر منځ د تبعيض له منځه وړلو سره سخته مبارزه کوي.

 په ورته وخت کې په تخار ولايت کې د جمعيت اسلامي افغانستان دفتر هم له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

 له کابل څخه راغلي د جمعيت اسلامي لېږل شوي غړي عبدالکريم دانشيار وويل، چې د دغه دفتر په پرانيستو سره د جمعيت اسلامي فعاليتونه ډېر شوي او دوى د ډاکټر عبدالله په ټاکنيزو مبارزو په مخ ته وړو کې ډېره هڅه کوي.

 تر دې مهاله په کندوز او تخار ولايتونو کې د اشرف غني احمدزي، عبدالله، زلمي رسول، سياف، ګل اغا شيرزي او قيوم کرزي د ټاکنيزو سياليو دفترونه پرانيستل شوي دي.

 د ولسمشرۍ ټاکنيزې سيالۍ، د سلواغې مياشتې په ١٣ مه پيل شوي او ټاکل شوې، چې د ټاکنو له تر سره کېدو (١٣٩٣ کال د وري ١٦ مه) دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.