ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کانديدانو سره د رسنيو چلند څېړل کېږي

author avatar
19 Feb 2014 - 20:17
author avatar
19 Feb 2014 - 20:17

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د ټاکنو خپلواک کميسيون د رسنيو د کميسيون د څار ډلې، د ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې له کانديدانو سره د رسنيو د چلند د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنيزې مبارزې د سلواغې په ١٣مه پيل شوي او ټاکل شوې، چې د ټاکنو د نېټې له تر سره کېدو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د رسنيو کميسيون مشرې فريدې نيکزاد، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې د رسنيو کميسيون د څار ټيم د دې اونۍ په ترڅ کې د فعاليتونو د تنظيم لايحې له مخې، د رسنيو له څار کمپنۍ سره د تړون تر لاسليک وروسته خپل فعاليتونه پيل کړي دي.

هغې زياته کړه، د دوى څارونکي ټيم ولايتونو ته هم سفرونه درلودل، چې د زونونو له مخې يې ننګرهار، پروان او هرات ولايتونو ته سفرونه کړي او له رسنيو سره يې د فعاليت د تنظيم لايحه شريکه کړې ده.

نېکزاد وويل: “موږ له دې وړاندې د فعاليتونو د تنظيم لايحې په اړه د زونونو او ولايتونو په کچه ورکشاپونه پر لارې اچولي او اوسمهال هم زموږ دوه کمېشنران په کندهار ولايت کې شتون لري، ترڅو د رسنيو نظرونه او ستونزې وڅېړي او غوښتنې يې موږ ته راولېږدوي.”

هغې زياته کړه، له دې وروسته به رسنۍ د تنظيم شوې لايحې د مقررې له مخې، خپل فعاليتونه پر مخ وړي، ټول اصول دې رعايت او احترام دې ورته ولري، ترڅو د دغې لايحې له سرغړونو سره مخ نه شي.

د ټوليزو رسنيو فعاليتونو د تنظيم لايحه، چې د ټاکنو قانون د ٧٩مې مادې له مخې د ټاکنو کميسيون له لوري په ١١ مادو کې تصويب شوې، تېره مياشت د ټاکنو خپلواک کميسيون  د رسنيو کميسيون له لوري خپره شوه.

د ټاکنيزو رسنيو کميسيون مرستيال حشمت الله رادفر په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د جمهوري رياست ځينې کانديدان له رسنيو سره ناسم چلند کوي.

هغه زياته کړه: “له همدې امله موږ کېداى شي اونيز کنفرانسونه ولرو او هغه راپورونه، چې موږ ته د کانديدانو له څارنې څخه راځي، وڅېړو.”

د هغه په وينا، په رسنيو کې بايد انډول په نظر کې ونيول شي، د بېلګې په توګه، ځينو رسنيو کې لکه طلوع، اريانا، يک او ملي ټلويزيونونو کې يواځې څو پېژندل شوې څېرې ورغوښتل شوې وې.

د رسنيو کميسيون مرستيال، له ټول رسنيو په ځانګړي ډول له ټلويزيونونو وغوښتل، هغو کانديدانو ته چې تر اوسه پورې رسنيو ته نه دي ورغوښتل شوي، بلنه ورکړي او هغوى هم په دې مناظرو کې ګډون وکړي او خپل پروګرامونه او موخې وړاندې کړي.

رادفر د لايحې يوه بند ته اشاره وکړه او ويې ويل، رسنۍ بايد له هغو لفظونو او کلمو څخه په کلکه ډډه وکړي، چې د خلکو په ذهنونو کې د تاوتريخوالي او تبعيض لامل ګرځي.

هغه په دې ټينګار وکړ، چې کانديدانو ته د پروګرام له پيلېدو وړاندې وويل شي، چې د څرګندولو پر مهال د قومونو تر منځ له تبعيض، قومي، سمتي او ژبنيو تعصبونو څخه ډډه وکړي او په خپلو خبرو کې ډېر محتاط واوسي.

رادفر وويل، دوى تر دې مهال يواځې دوه شکايتونه ترلاسه کړي، چې يو يې د ګل اغا شېرزي د دوهم مرستيال محمدهاشم زارع و او شل ورځې وړاندې دوى ته رسېدلى، خو دوى ته دغه شکايت هغه مهال رسېدلى، چې د شکايت له درج څخه يوه مياشت تېره وه.

هغه زياته کړه، چې دوى د کميسيون له لايحې سره سم تر ٧٢ ساعتونو پورې مسووليت لري، ترڅو په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

نوموړي زياته کړه، له کابل نيوز سره د ولسمشرۍ د کانديد داوود سلطانزوى د ناوړه چلند شکايت هم ورته رسېدلى او هغه يې څېړلى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.