اسعداباد (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د توغندويي بريد له امله په دوو ځنګلونو کې اور لګېدلى دى.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو د دغه ولايت د دانګام ولسوالۍ پر زوړ برول، ښاره او ځينو نورو کليو ٢٤ توغندي توغولي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو بريدونو له امله د ځنګلونو په دوو ساحو کې اور لګېدلى او ونې د سوځېدو په حال کې دي.
د نوموړي په وينا، که چېرې د ټاکنو پر مهال دغه بريدونه دوام وکړي، نو په سرحدي ولسواليو کې به ټاکنې له ستونزو سره مخ شي.
سيدخېل د پاکستان دغه بريدونه غندي او د نړيوالو قوانينو خلاف کار يې وباله.
د کونړ د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله راهيسې د پاکستاني ځواکونو له خوا ١٦٣٦ توغندي توغول شوي چې له امله يې اته ملکي وګړي وژل شوي، ١٩ ژوبل دي، درى کورونه ړنګ، يو جومات شهيد او ١٨ څاروي له منځه تللي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن